په کشف شوي ډله ییز قبر کې ماشومان او ښځې هم خښ کړای شوي.

د سوریې پوځي سرچینې وايي، په لرغوني تدمر ښار کې یې یو ډله ییز قبر موندلی دی160402112242_soldiers_look_over_damage_at_the_historical_bel_temple_in_the_ancient_city_of_palmyra_in_the_central_city_of_homs_640x360_ap_nocredit.

ویل کېږي په دې قبر کې شاوخوا ۴۰ ولسي وګړي او سوري پوځیان خښ کړای شوي.

ددغو کسانو د اعدامېدو پړه پر “اسلامي دولت” ډلې اچول شوې.

د سوریې رسمي خبري اژانس “سانا” د تدمر د یوه امنیتي چارواکي له قوله ویلي “د چاڼیزو عملیاتو پرمهال انجینران او د ولسي دفاع ډلو یوه ډله ییز قبر کشف کړ، چې ۲۵ مړي پکې له منځه تللي وو. په دوی کې د درو ماشومانو او ۵ ښځو مړي هم وو”.

دا ډله ییز قبر د تدمر ښار په “الجاهزیة” کلي کې موندل شوی.

سرچینه وايي، د څېړنو پرمهال “آن ۴۰ شړېدلي مړي وموندل شول”.

دا ډله ییز قبر د تدمر ښار په شمال ختیځه برخه کې کشف شوی.

 داعش د تدمر لرغوني ښار ګڼې برخې ونړولې

مړي د حمص ولایت پوځي روغتون ته وړل شوي، چې ځینې یې پېژندل شوي دي.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې ویلي، “اسلامي دولت” ډلې وړاندې ګڼ کسان وژلي او بیا یې د ښار په څنډو کې خښ کړي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *