د هندي جاسوس قضیې د اسلام آباد او تهران اړیکې خرابې کړي

پاکستان ادعا لري چې هند کولبهوشان یاداف پاکستان ته د جاسوسۍ او ورانکارۍ لپاره لیږلی و

د پاکستان او هند اړیکې د هغه شخص په نیول کیدو یو ځل بیا خړې پړې شوي چې ګمان کیږي هندی جاسوس دی.پاکستاني چارواکي وایي نیول شوی کس د هنداستخباراتي ادارې لخوا د بلوچستان ایالت ته د جاسوسۍ لپاره استول شوی و.

چارواکي وایي کولبهوشان یاداف څه موده د ایران د چابهار په بندري ښار کې هم تیره کړې او هلته یې د پاکستان په خلاف د ورانکارۍ او جاسوسۍ فعالیتونه کړیدي.

 اسلام آباد اوس د ایران نه غواړي چې د کولبهوشان یاداف په هکله هغوي ته معلومات ورکړي. د پاکستان حکومت په اسلام آباد کې د ایران سفارت ته په یوه لیک کې ویلي دي چې ” یاداف د چی13930517000125_PhotoIن او پاکستان د اقتصادي دهلیز د پروژې په خلاف د ورانکارۍ فعالیتونه کړیدي. “

په لیک کې همدارنګه لیکل شوي چې ” دغه شان فعالیتونه چې د دولت په همکارۍ تر سره کیږي، د ایران او پاکستان په سرحدي سیمو کې سوله ایز چاپیریال زیانمن کوي. “

د راپورونو پر اساس اسلام آباد همدارنګه د تهران نه غوښتي دي چې د ” راکش په نامه د یاداف یو ملګری دې هم ونیسي او پاکستان ته وسپاري.” راکش په رضوان هم مشهور دی او د ایران په چابهار کې د ګاڼو دکان لري.

هندي چارواکو بیا د پاکستان دغه تورونه رد کړي. نوي ډهلي په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې ” یاداف د هند د بحري ځواکونو پخوانی صاحب منصب دی او د پوځ نه تقاعد شویدی. ” په اعلامیې کې دا هم ویل شوي چې ” یاداف د هند د استخباراتي ادارې (RAW) سره هیڅ اړیکې نلري. “

تهران هم دغه آوازې رد کړیدي.

په اسلام آباد کې د ایران سفارت په یوې اعلامیې کې په یو شمیر پاکستاني رسینو انتقاد کړی چې دهندي جاسوس په هکله داسې مطالب یې خپاره کړیدي چې د “پاکستان او ایران دوستانه او د ورورګلوۍ اړیکې زیانمنې کوي.”

سره لدې چې د پاکستان او ایران اړیکې د پخوا نه ښې دي خو په چابهار کې د ایران او هند تازه اقتصادي اړیکو اسلام آباد یو څه اندیښمن کړی.

هند د چابهار د بندر په پروژه کې تقریباً یو سل او پنځوس میلیونه ډالر لګولي دي او داسې ګمان کیږي چې هند غواړي پدې کار سره د چین او پاکستان د اقتصادي دهلیز پروژه له منځه یوسي.

هند غواړي د چابهار د بندر له لارې افغانستان او د مرکزي آسیا هیوادونو ته اقتصادې لار جوړه کړي چې پاکستان دغسې یو کار نه غواړي چې وشي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *