د کورنيو چارو پخوانې وزير وايي، پاکستان کله هم نه غواړي چې په افغانستان کې سوله راشي او هيله هم نه کيږي چې دغه هيواد دې افغانستان ته سوله راوړي.

 دغKabul SEq 13ه څرګندونې د کورنيو چارو پخواني وزير محمد عمر داودزي په کابل کې د حکمت الله حقمل د مړيني د لومړي تلين په غونډه کې وکړې.

حکمت الله حقمل د هلمند ولايت د ګرشک ولسوالۍ امنيه قوماندان و چې تيرکال دماين په  چاودنه کې ووژل شو.

داودزي وويل چې يواځې حکومت او د سولې عالي شورا نه شي کولاى هيواد ته سوله راوړي په دې برخه کې بايد خلک هم اړيني مرستې وکړي.

هغه زياته کړه: ((پاکستان کله هم نه غواړي چې په افغانستان کې سوله راشي او هيله هم نه کيږي چې دغه هيواد دې افغانستان ته سوله راوړي.))

ده وويل چې د افغانستان دښمنان هڅي کوي په يوه او بله نامه د حکمت الله حقمل په څير ځوانان و وژني خو دغه لاره به ادامه لري او کله به هم نه ختيمږي.

دغه راز په دې غونډه کې د ملي دفاع پخواني وزير بسم الله محمدي وويل چې د حکمت الله حقمل وژل کيدل د هيواد لپاره يوه ستره ضايعه ده.

هغه وويل: « که نن حقمل زموږ او ستاسو ترمنځ نشته، خو زرګونه نور د هغه خويندې او وروڼه ژوندي دي او حاضر دي چې وسله واخلي او د مزدورانو پر وړاندې جګړه وکړي، خو  پاکستان بايد په دې پوه شي چې په افغانستان کې خپلو ناوړه موخو ته کله هم نه شي رسيدلاى.»

هغه زياته کړه چې طالبان هم بايد په دې پوه شي چې جګړه د حل لار نه ده او بايد د سولې له پروسې سره يوځاى شي ځکه د افغانستان ډيرى خلک سوله غواړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *