د سوېلي کوریا پوځ وایي، شمالي کوریا له خپلو ختیځو سواحلو یو بالسټیک توغندی د سمندر لور ته توغولی دی.

دا ت160318080710_north_korea_ballistic_missile_624x351_reuters_nocreditوغندی په داسې مهال توغول کېږي چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما په واشنګټن کې د اټومي ناستې کوربه دی.

دا ناسته په ټوله نړۍ کې د اټومي امنیت پر موضوع تمرکز لري او چین هم د ګډونوالو هېوادونو له ډلې دی.

بالسټیکي توغندی چې ویل کېږي شمالي کوریا ازمویلی، ددې هېواد لخوا د توغندیزو ازمایښتونو تر ټولو وروستی هغ دی چې په سیمه کې د ترینګلتیا ډېرېدو لامل شوی.

شمالي کوریا په وروستیو میاشتو کې یو هایدروجني بم ازمویلی دی.

د جنورۍ په اتمه اټومي ازموینه او د فبروۍ په ۷مې د سپوږمکۍ توغول د ملګرو ملتونو د جاري بندیزونو نقض بلل شوی دی.

له همغه وخته امریکا او ملګرو ملتونو پر شمالي کوریا نوي بندیزونه ولګول. د ملګرو ملتونو نوي تدابیر د چین په ملاتړ ترتیب شوي او د راپورونو له مخې د واشنګټن او پیکنګ ترمنځ د دوو میاشتو خبرو اترو پایله ده.

ښاغلي اوباما د واشنګټن په ناسته کې وویل، امریکا او چین دواړه غواړي د کوریا شبه جزیره له اټومي وسلو پاکه وي او د شمالي کوریا د نورو توغندیزو ازموینو د مخنیوي لپاره به سره همکاري کوي.

د چین ولسمشر شي جین پېنګ هم وویل، پر شمالي کوریا په بشپړ او جدي ډول د بندیزونو عملي کول، یوه حیاتي موضوع ده.

روسیه چې د نړۍ دویم ستر اټومي ځواک دی، د واشنګټن په ناسته کې ګډون ونه کړ.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *