د فرانسې په کابینه کې د ښځو د حقونو وزیره د مسلمانو ښځو د حجاب په تړاو تر جنجالي څرگندونو وروسته سختو نیوکو سره مخ شوې ده.

مېرمن لورنس روزینول په یوې راډیویي مرکې کې د مسلمانو ښځو د کالیو موډ په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي و، کومې ښځې چې پړونی یا حجاب اغوندي د هغو تورپوستو په شان دي چې له غلامۍ ملاتړ کوي. هغې “تور (Negro)” کلمې کارولو سره تورپوستو ته اشاره وکړه.

مېرمن روز160331110416_france_minister_laurence_rossignol__640x360_epa_nocreditینول وروسته د فرانسې په ټلویزیون کې د موډ او کالیو پر صنایعو نیوکې پیل کړې او ویې ویل چې “نامسوولانه” رفتار کوي.

د فرانسې د ښځو چارو وزیرې وویل چې د “نگرو” کلمې کارول تېروتنه وه، خو زیاته یې کړه چې هغې له دې کلمې د ۱۸مې پېړۍ د فکر او غلامۍ ته د اشارې لپاره کار واخست.

خو روزینول وویل، دې خبرو ته د داسې غبرگون تمه یې نه لرله، سره له دې چې د ۱۸مې پېړۍ د غلامۍ په اړه ددې کلمې کارول جواز لري، خو باید ترې ډډه وشي.

د مېرمن روزینول خبرو ته په غبرگون کې د هغې د لرې کېدو لپاره لاسلیکونه راټول شوي دي.

یوې اسلامي ډلې ویلي، د بشري حقونو وزیرې په دې خبرو د فرانسې سیکولر اساسي قانون سپکاوی کړی او دا خبرې یواځې اسلامي دولت (داعش) نومې ډلې سره مرسته کوي چې نور غړي جذب کړي.

د فرانسې د موډ صنعت یوه سوداگر پیر برژ د مېرمن لوریس روزینول د خبرو په تایید ویلي، د موډ صنعت مالکان باید د ښځو د لا ښکلې کېدو لامل شي، نه دا چې هغوی پټ کړي او زیاته یې کړه چې د گټې پرځای باید اصولو ته پابند وي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *