بارک اوباما او د ترکیې ولسمشر واشنګټن کې سره لیدلي
![](https://middleeastpress.com/pashto/wp-content/uploads/sites/4/2016/04/160401034807_erdogan_obama_624x351_reuters_nocredit.jpg)
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر بارک اوباما د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اروغان سره په واشنګټن کې کتلي دي. دا کتنه د یوې هستوي ناستې په څنډه کې ترسره شوې ده.
سپینې ماڼۍ ویلي، دواړو ولسمشرانو سوریه کې د اسلامي دولت (داعش) نومې ډلې د لمنځه وړلو لپاره د دواړو هېوادونو پر ګډو هڅو خبرې وکړې.
ښاغلي اوباما او ښاغلي اردوغان وروسته له هغه سره وکتل چې امریکا په ترکیه کې د بشري حقونو پر وضعیت پر ترکیې نیوکه کړې وه او د ترکیې ولسمشر هم سوریه کې له کوردي ډلو د امریکا د ملاتړ له امله غوسه وو.
د دواړو هېوادونو دیپلوماتیکې اړیکې اوسمهال ډېر کړکېچنې دي.
په امنیتي چارو کې د بي بي سي شنوونکي جاناتان مارکوس په خبره، د ناټو تړون د دغو دوو کلیدي غړو ترمنځ د اړیکو دومره سوړوالی، کمساری وو.
ترکیه له داعش نه د کوردانو مسئلې ته ډېر اهمیت ورکوي.
د ترکیې او امریکا د ولسمشرانو تر کتنې وړاندې، کله چې اروغان غوښتل په یوې امریکایۍ موسسې کې خبرې وکړي، د ترکیې چارواکي او ددې هېواد مخالف خبریالان سره ونښتل. دغو خبریالانو هوډ درلود جلسې ته ننوځي او ترکي چارواکو غوښتل هغوی وباسي.
د امریکا امنیتي چارواکو په موضوع کې مداخله وکړه او ترکي چارواکو ته یې وویل چې سیمه پرېږدي.