اچين كې د داعش او طالبانو جګړه، ۹ داعشيان، ۵ طالبان مړه، ۱۰ ټپيان
اچين كې د داعش او طالبانو جګړه، ۹ داعشيان، ۵ طالبان مړه، ۱۰ ټپيان د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د داعش او طالب وسله والو ترمنځ خپلمنځي نښته شوې، چې چارواکي په کې دواړو خواو ته د ۲۴ کسانو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي مسول حضرت حسین مشرقیوال نن کلید ته وویل، داعش او طالب وسله والو پرون له سهار راهيسې د اچین ولسوالۍ په کرکڼې سیمه کې خپلمنځي نښته کړې ده.
هغه وویل، په نښته کې له داعش ډلې ۹ تنه او د یو ډلمشر په ګډون د طالبانو پنځه وسله وال وژل شوي، همدا راز په جګړه كې شپږ داعشیان او ۴ طالبان هم ټپيان شوي دي.
د مشرقیوال د معلوماتو له مخې د یادې نښتې پرمهال داعش وسله والو دوه طالب جنګیالي ژوندي نیولي دي.
بلخوا وسله والو طالبانو او داعش ډلې په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.