اچين كې د داعش او طالبانو جګړه، ۹ داعشيان، ۵ طالبان مړه، ۱۰ ټپيان د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د داعش او طالب وسله والو ترمنځ خپلمنځي نښDaesh11ته شوې، چې چارواکي په کې دواړو خواو ته د ۲۴ کسانو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.

د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي مسول حضرت حسین مشرقیوال نن کلید ته وویل،  داعش او طالب وسله والو پرون له سهار راهيسې د اچین ولسوالۍ په کرکڼې سیمه کې خپلمنځي نښته کړې ده.

هغه وویل، په نښته کې له داعش ډلې ۹ تنه او د یو ډلمشر په ګډون د طالبانو پنځه وسله وال وژل شوي، همدا راز په جګړه كې شپږ داعشیان او ۴ طالبان هم ټپيان شوي دي.

د مشرقیوال د معلوماتو له مخې د یادې نښتې پرمهال داعش وسله والو دوه طالب جنګیالي ژوندي نیولي دي.

بلخوا وسله والو طالبانو او داعش ډلې په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *