د سوریې دولتي تلوېزیون ویلي، سوري پوځ لرغونی ‘تدمر’ ښار په بشپړه توګه له ‘اسلامي دولت’ ډلې بېرته نیولی دی.

د روسيې د دفاع وزارت ويلي دي چې جنگي الوتکو يې تېرو ٢٤ ساعتونو کې د تدمر ښار پر سر ٤٠ هوايي ماموريتونه ترسره کړي دي.

له تېرو څو اونیو راهیسې د سوریې160326173129_palace_624x351_ap_nocredit پوځ د تدمر ښار بېرته نیولو لپاره چمتووالی نیوه.

د سوریې ځینو پوځي سرچینو ویلي، “اوس د تدمر ښار بشپړ کنټرول د پوځ په لاس کې دی”.

په وروستیو دریو اونیو کې، د تدمر ګردچاپېره دښتې د جګړې ډګر ګرځېدلي. دولت خپل مخکښه ځواکونه چې پرانګان یې بولي استولي ول. دوی له هوا د روسیې د ویجاړوونکي هوايي ځواک ملاتړ له ځانه سره درلود او پر ځمکه نورې ملېشې په تېره بیا د لبنان حزب الله له دوی سره مرسته کوله چې سوریې کې اسلامي دولت نومې ډله له هغې سترې لاسته راوړنې بې برخې کړي چې تېر کال یې ترلاسه کړه.

د ښار ګردچاپېره ډېری سیمې پوځ بېرته نیولي، هغه ماڼۍ هم په دغې سیمې کې راځي چې لرغوني تاریخې سیمه ترې ډېره ښکلې ښکارېده او په زرګونو سیلانیان به یې هر ال ځان ته راجذبول.

خو اوس رپوټونه وایي چې په ښار کې دننه یې هم ډېرې حوزې نیولي. د سوریې دولتي رسنۍ له دې پرمختګه ډېره ګټه پورته کوي، د پوځ له یوه قومندان سره مرکه ښيي داعش په ډار تېښته کړې:

”موږ تدمر له ننوتو سره، په سیمو کې د ترهګرو له منځه وړلو ته ادامه ورکوو، په تېره بیا د تدمر لوېدیځې ناحیې کې، او داعشیان په لویو کاروانونو کې په وتو دي او له ښاره وځي

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *