پاکستان له ايران سره د تگ راتگ دوه نورې لارې د دوارو هيوادونو ترمنځ رامنځ ته کوي

د پاکستان لومړي وزير د ايران له ولسمشر سره په اسلام آباد کي يوي گډې خبري ناستي ته وويل: دا گام د دواړو هيوادونو ترمنځ د سوداگرۍ برخي ته د ودي ورکولو په موخه پورته کيږي

د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف له حسن روحاني سره په یوه ګډه خبر635888245419345441ي ناسته کې ویلي د ایران او پاکستان ترمنځ به د تګ راتګ دوه نورې لارې هم پرانستل شي، د ایران ولسمشر د یوه دوه ورځیني سفر په موخه اسلام اباد ته رسیدلی دی. نواز شریف ویلي ددې سفر پر مهال له ایرانه پاکستان ته د برښنیا پر را لیږدلو بحث شوی او ددې بحثونو په لړ کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو او له ایران څخه پاکستان ته د غازو د رالیږدلو پروژ ته نغوته شوې ده

نوازشريف؛ “مونږ پریکړه کړې چې د پاکستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ برخې ته د ودې ورکولو په موخه د دواړو هیوادونو د خلکو تګ راتګ ته لاره هواره کړو چې په دې سره به د جرمونو کچه ټیته او د سوداګری کچه به لوړه شي. ددې سفر پر مهال دواړو خواوو په بیلا بیلو مسایلو خبرې کړي چې سیمه ایز او نړیوال مسایل رانغاړي پر ایران د لویدیځ هیوادونو د بندیزونو په لړ کې چې له څو کلونو راهیسې روان وو زمونږ اړیکې یې هم زیانمنې کړې وې اوس به مونږ د داسې لارو په لټه کې پاتې شوکوم چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو دپیاوړتیا لامل ګرځي.”

د ایران ولسمشر په دې خبرې ناسته کې د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکو ته نغوته وکړه وویل: ددې دواړو هیوادونو امینت له یوه بل سره تړلی او د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو پراخوالی ته په ښه توګه لاره هواره شوې ده.

ټاکل شوې چې پآکستان ته ایران د ولسمشر سفر پر مهال د برښنا بیمې سوداګری خونې رسنیو علمی او روغتیا په برخو کې ځینې سندونه لاسلیک شي

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *