په ټوله اروپا کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي

د اسلامي دولت ډلې یا داعش د بلجیم د بریدونو مسولیت په غاړه واخیست چې په کې لږ تر لږه ٣۴ کسان ووژل شول او ١٨٧ تنه نور ټپیان شول.

د بلجیم مقاماتو ویلي دي چې بروکسل ته نژدې د “زوینتم” د هوایي ډگر په چاودنو کې ۱۴ تنه او د اروپایي اتحادیې مرکزي ودانۍ ته نژدې د بروکسل ښار د میترو په چاونه کې ۲۰ تنه ووژل شول23FA3A34-587D-4328-B1FE-B828F768CEFB_w640_r1_s_cx0_cy9_cw0.

ویل شوي دي چې ددې بریدونو څخه یو یې ځانمرگی برید و.

د سه شنبې د ورځې د چاودنو په نتیجه کې د بلجیم پایتخت د بروکسل ښار تړل شوی او په ټوله اروپا کې امنیتي تدابیر سخت شوي دي. په ټوله اروپا کې هوایي چلند سمدستي ټینگ امنیتي تدابیر ونیول.

د بروکسل د ښار د بریدونو وروسته د بېړنیو مرستو د عملې فعالیت

د بروکسل د ښار د بریدونو وروسته د بېړنیو مرستو د عملې فعالیت

د بلجیم حکومت د ترهگریزو بریدونو په اړه د خبرداري کچه خورا لوړه کړه د الوتکو او اورگاډو د حرکت لوری یې بدل کړ او خلکو ته یې امر وکړ چې هر چیرته چې دي، لارښونو ته دې انتظار اوسي.

د بلجیم صدراعظم چارلس میچل د نورو بریدونو په هکله د مقاماتو د اندیښنې په څرگندولو سره په خبري کنفرانس کې وویل چې “له هغه څه نه مو چې اندیښنه درلوده، پیښ شول.”

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *