د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، ښوونکو ته د کورونو برابرولو ژمنه کې پاتې راغلی دی.

ښاغلي غني چې کابل کې یې د نوي تعلیمي کال د پیل په مراسمو کې خبرې کولې وویل، ځینې ستونزې سبب شوې چې حکومت ونشي کولی ښوونکو ته د کورونو برابرولو بهیر پیل کړي.

“دا مو نه دي ترسره کړي، بښنه غواړم. دلایل یې څه دي؟ د ښوونکو ښارګوټي غلطو ځایونو کې وو. له ښارونو یې لرې نقشه کړي وو، نقشه یې سمه نه وه، له هغه ځایه تاسو (ښوونکي) 150409063734_afghan_school_950x633_epa_nocreditنشئ راتلی.”

هغه وویل، په دې ازموینه کې ځان “مشروط بولي” خو هیله من دی سږ کال له ښوونکو د کامیابۍ نومره واخلي. ښاغلي غني وویل، حکومت په کابل او ولایتونو کې پر یوې طرحې کار کوي او له ښوونکو سره به یې شریکه کړي.

د دولتي ادار او زورواکو لخوا د پوهنې وزارت د ځمکو غصب دویم لامل وو چې ولسمشر د ښوونکو د مسکن پروړاندې د خنډ په توګه یادونه وکړه.

ښاغلي غني د افغانستان د ولسمشر په توګه د کار پیل لومړیو ورځو کې ښوونکو سره ژمنه کړې وه چې هغوی ته به د کورونو برابرولو په موخه ځمکه ورکوي. تېرکال کابل کې د یو شمېر ښوونځیو ښوونکو د خپلو امتیازاتو ډېرېدو لپاره نژدې یوه میاشت کاربندیز وکړ.

ولسمشر غني وویل چې فساد هم د پوهنې په مخ کې یو خنډ دی. بیلګه یې راوړه چې تیرکال باید د ۶۵۰ ښوونځیو د ودانۍ چارې بشپړې شوې وې، خو په وینا یې د سیمه ییزو شوراګانو د درغلیو او فساد له کبله دا کارونه نیمګړي پاتې دي.

ولسمشر هوډ وښود چې په پوهنیز نظام کې به ددرغلیو مخه نیسي او روڼوالی به راولي.”د پوهنې وزارت د سرچینو مدیریت باید، د ټول هېواد لپاره د روڼتیا او حساب ورکونې نمونه وي.”

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *