چارلز میچل له خلکو د آرامۍ غوښتنه کړې ده

د بلجیم لومړي وزیر ویلي، د بروکسل په نړیوال هوايي ډګر او د اورګاډو تم ځای (مېټرو) خونړیو ترهګریزو بریدونو کې ګڼ کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د تازه راپورونو له مخې تراوسه په دواړو بريدونو کې لږ ترلږه ۳۱ کسان وژل شوي دي.

چارلز160322091708_brussels_blast_airport_624x415_reuters_nocredit میچل دغه چاودنې د خپل هېواد په تاریخ کې یوه غمیزه بللې ده.

دی وايي”له ټولو غواړم چې آرامي خپله کړي او ثابت پاتې شي”.

د بلجیم څارنوال ویلي، ډېر امکان لري چې د هوايي ډګر برید دې د یوه “ځانمرګي” برید کوونکي له خوا شوی وي.

د بلجیم وي ټي آر خبري رسنۍ ویلي، په هوايي ډګر کې چاودنو ۱۳ کسان وژلي، او ۳۵ نور یې سخت ټپیان کړي دي.

ځینې رپوټونه وايي، په میټرو کې چاودنې لږترلږه ۱۰ کسان وژلي، خو تر اوسه چارواکو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

لومړۍ دوې چاودنې په ځايي وخت ګهیځ اته بجې د زوینتم په نامه د برسلز هوايي ډګر خروجي ترمینل ته څېرمه شوې.

له دغو چاودنو نژدې یو ساعت وروسته یوه بله چاودنه د مالبیک په نامه د میترو سټیشن کې د اروپايي ټولنې بنسټونو ته نژدې شوې ده.

بروکسل کې د اروپايي ټولنې د دفترونو تړل کېدو رپوټ هم ورکړل شوی.

یوې ورځپاڼې ویلي، په هوايي ډګر ځینې ماینونه هم موندل شوي.

چاودنې د پاریس د بریدونو د اصلي مشکوک تورن صلاح عبدالسلام له نیول کېدو څلور ورځې وروسته شوې دي.

په تېر نومبر میاشت کې پاریس کې مرګوني بریدونه وشول.

د هوايي ډګر چاودنو په مسافرو کې سخته وېره خپره ک له چاودنو وروسته د زوینتم هوايي ډګلر خروجي سالون

د بلجیم خبري رسنیو ویلي، ځینې ډزې هم شوې، او له چاودنو وړاندې په عربي ژبه ځینې چیغې اورېدل شوې دي.

د بلجیم رسنیو ویلي، له هوايي ډګر نه مسافر ایستل شوي، هوايي ډګر ته تګ بند شوی او الوتنې درول شوې دي.

د بروکسل د مېترو چارو ټول سیستم درول شوی دی.

په خواله رسنیو کې د چاودنو د ځای انځورونه خپاره شوي، چې د ترمینل له ځینو ودانیو لوګي پورته کېږي.

په یوه انځور کې د ودانۍ ښیښې ماتې ښکاري.

ځینې رپوټونه وايي، یوه چاودنه د امریکا د هوايي چلند د تلاشۍ یوه ځای ته نژدې شوې ده.

”اسلامي دولت” ډلې د پاریس د بریدونو پړه منلې وه.

فرانسې له بروکسل غوښتي و،، چې صلاح عبدالسلام وروسپاري، خو د هغه وکیل وايي، هڅه یې دا ده، چې پاریس ته ونه سپارل شي.

د بلجیم د کورنیو چارو وزیر جان جامبون د دوشنبې په ورځ ویلي وو، هېواد یې د تیارسئ په حالت کې دی، ځکه په وینا یې شاید د صلاح عبدالسلام د نیول کېدو په غچ اخیستو کې بریدونه وشي.

نوموړي د بلجیم رادیو ته ویلي: “موږ پوهېږو چې د یوه کس یا یوې ډلې نیول کېدل نورو ته د غبرګون او غچ اخیستو فرصت ورکوي”.

صلاح عبدالسلام د نیول کېدو پرمهال

زوینتم هوايي ډګر د بروکسل په شمال ختیځ کې شاوخوا ۱۱ کیلومتره لیرې پروت دی چې یوازې تېر کال له دغه هوايي ډګره تر ۲۳ میلیون ډېرو مسافرو الوتنې لرلې.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *