په روسیه کې ځايي چارواکو ویلي، ددغه هېواد په سوېل کې رستوف نا- دونو ښار ته څېرمه یوه مسافر وړونکې الوتکه لوېدلې چې لږترلږه ۶۲ کسان پکې سپاره وو، چې ټول پکې وژل شوي دي. الوتکه د فلای دبۍ شرکت ده.

ځايي چارواکي وايي، الوتکه د شنبې پر ګهیځ په روستوف هوايي ډګر د کښېناستو پرمهال ولوېده.

د سیمې د بېړنیو پېښو پر وړاندې د مبارزې د ادارې ویاندې مارینا کوتسیوکوفا ویلي “په الوتکه کې ۵۵ مسافر او ۶ د الوتکې عمله سپاره وو، چې له دبۍ نه روسیې ته د سفر پرمهال په روستوف هوايي ډګر د کښېناستو پرمهال ولوېده”.

+ د الوتکو لوېدو سترې پېښې، تېرو پنځو کلونو کې

نوموړې وايي، تر لوېدو160319030247_fly_dubai_plane_russia_crash_640x360_reuters_nocredit شېبه وروسته په الوتکه کې اور ولګېد، خو د اوروژنې کسانو یې د وژلو هڅه وکړه.

وړاندې، سیمه ییزو چارواکو ویلي وو، د الوتکې ټوله سپرلۍ (۶۱ کسان) په پېښه کې وژل شوي، خو د روستوف چارواکي ویلي، ډېری مسافر روسان دي.

په روستوف کې د بېړنیو پېښو پروړاندې د مبارزې ادارې ویلي، امکان لري چې په مسافرو کې درې بهرنیان وي.

فلای دبۍ شرکت په ۲۰۰۹ کال فعالیت پیل کړ، چې تر نورو هغو یې ټکټونه قیمته وو.

ځینې نور رپوټونه وايي، د لید لپاره هلته هوا ډېره خرابه وه او د پېښې پرمهال تېز بادونه هم لګېدل.

د روسیې “لایف چینل” خبري تلوېزیون ویلي، الوتکه له سلو مترو نه پر ځمکه لوېدلې ده.

د روسیې “تاس” خبري آژانس ویلي، د پېښې پرمهال سخت باران ورېده، او د بېړنیو پېښو وزارت د لا نورو قوي بادونو خبرداری ورکړی و.

په دبۍ کې د دغې الوتکې شرکت پر خپلې فیسبوک پاڼې لیکلي “فلای دبۍ د پېښې په اړه خواشینی دی. د دبۍ له نړیوال هوايي ډګره دغه FZ981 الوتنه د ګرینویچ پر وخت ۱۸:۲۰ بجې پیل شوه، چې هدف یې روستوف هوايي ډګر ته رسېدل وو”.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *