سعودي عربستان ویلي، ددې هېواد په مشرۍ ایتلاف به په یمن کې د یاغیانو پروړاندې عملیاتو کچه راټيټه کړي.

د حوثي یاغیانو او د هغوی ملاتړو پروړاندې د عمدتا عرب هېوادونو عملیات یو کال وړاندې د یمن حکومت د ملاتړ لپاره پیل شول.

د سعودي پوځ یوه ویاند ویلي، دا ایتلاف به لا هم د یمني ځواکونو هوایي ملاتړ ته دوام ورکړی.

دا پرېکړه په 160128193033_yemen_640x360_epa_nocreditداسې حال کې اعلانېږي چې په دې اونۍ کې په یمن کې پر یوه بازار د هوایي برید د وژل شویو شمېر دوه برابره شوی او تر ۱۰۰ اوښتی دی.

عیني شاهدانو وویل، لږ ترلږه دوه توغندي حجه ایالت له ګڼې ګوڼې ډک بازار مستبا کې ولګېدل. دا سیمه د یمن پلازمینې شمال ته پرته ده او د حوثي یاغیانو په کنټرول کې ده.

په خپرو شویو تصویرونو کې چې ویل کېږي د توغندیو لګېدو سیمه ده، د څو ماشومانو جسدونه لیدل کېږي. د ملګرو ملتونو یوه چارواکي وویل، په وژل شویو کې ۲۲ ماشومان هم شامل دي.

په جنورۍ میاشت کې د ملګرو ملتونو یوه پلاوي وموندله چې په یمن کې د سعودي په مشرۍ ایتلاف ملکي وګړي په نښه کړي او ویې ویل، ښایي ځېنې بریدونه د بشریت پروړاندې جنایت وبلل شي.

حوثي یاغیان د تبعید شوي ولسمشر عبدربه منصور هادي ته د وفادارو سرتېرو پروړاندې جګړه کوي. تراوسه له ۶۲۰۰ ډېر ملکي کسان په دې جګړه کې وژل شوي، میلیونونه کسان بېځایه شوي او د عربي نړۍ دا بېوزلۍ هېواد د قحطۍ په درشل کې دی.

د عربستان پوځ ویاند جنرال احمد اسیري اسوشیټډ پرېس ته ویلي، دا ایتلاف به حوثي یاغیانو سره جګړه کې د هوایي بریدونو له لارې د یمن دولت ملاتړ ته دوام ورکړي.

هغه وویل: “د ایتلاف موخه د یوه منسجم او پیاوړي دولت جوړول دي چې ملي پوځ او پیاوړي امنیتي ځواکونو ولري او وشي کولی له ترهګرۍ سره جګړه وکړي او په ټول هېواد کې نظم او قانون پلی کړي.”

د هغه په خبره، د ایتلافي ځواکونو “کوچنۍ” ډلې به د یمني ځواکونو د “تجهیز او هغوی ته د مشورې او روزنې ورکړې” لپاره په دغه هېواد کې پاتې شي.

د مستبا پر بازار برید په یمن کې د هوایي عملیاتو له پیله دویم خونړی برید وو. په تېر سپتامبر میاشت کې د واده پر یوه محفل په یوه خونړي برید کې ۱۳۱ کسان ووژل شول.

ښاغلي اسیري وویل، ایتلاف د تازه برید په اړه د څېړنو په حال کې ده او استدلال یې وکړ چې د سه شنبې بریدونو د بازار په ۱۰ کیلومترۍ کې د حوثي یاغیانو د “راټولېدو ځای” په نښه کاوه.

د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون دا برید غندلی دی.

ښاغلي بان وویل، “پر ملکي وګړو او ملکي اهدفو لکه له ګڼې ګوڼې ډکو بازارونو هر ډول بریدونه منع دي.”

په یمن کې د ملګرو ملتونو د بشردوستانه پروګرام سرپرست جیمي مکګلدریک د چهارشنبې په ورځ وویل، د یمن په جګړه کې هېڅ یو ښکېل اړخ د ملکي وګړو د ساتنې او د بشردوستان مرستو رسولو د تسهیل لپاره پر خپلو ژمنو عمل نه کوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *