ښاغلي جریر تېره ورځ د افغانستان سولې عالي شورا له چارواکو سره خبرو کې ګډون درلود.

د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار زوم همایون جریر چې اوسهال د ولسمشر محمد اشرف غني سلاکار دی ویلي، ددې ګوند او دولت ترمنځ خبرې اترې به نورو مخالفو ډلو سره خبرو ته هم لاره پرانیزي.

د افغانستان سولې عالي شورا د تېرې ورځې خبرپاڼه کې د ښاغلي جریر نوم د حزب اسلامي د دوو نورو غړو محمد امین کریم او عبدالقدوس صافي160318104424_jarir_khalili-gilani_640x360_hpc_nocredit ترڅنګ ددې ګوند د استازي په توګه لیکل شوی و چې ددې شورا له مشر سیداحمد ګېلاني، د هغه مرستیال کریم خلیلي او نورو غړو سره یې خبرې وکړې.

ښاغلي جریر بي بي سي سره مرکه کې چې ټینګار یې کاوه د ولسمشر او د سولې عالي شورا د سلاکار په توګه یې په دغو خبرو کې برخه لرله وویل، د تېرې ورځې خبرې” له مثبتې روحیې سره” پيل شوې.

هغه زیاته کړه: “حزب اسلامي د طالبانو په څېر یو له مخالفو وسله والو ډلو و چې اوس یې له دولت سره خبرو او تفاهم ته چمتووالی ښوولی. په یقین سره چې دا خبرې اغیزمنې دي او د نورو لویو او وړو ډلو پر [دریځ] چې اوسمهال د دولت پرضد د جګړې په جبهه کې دي، اثر غورځوي.”

مذاکراتو ته د ښاغلي حکمتیار د تمایل ښودلو وروسته، د حزب اسلامي استازي کابل ته راغلي.

د ښاغلي غني سلاکار وویل، کومې غوښتنې چې ددې ګوند استازو مطرح کړي، “د بحث وړ” دي، خو دومره “ګران نه دي.”

هغه ددغو غوښتنو جزییات افشا نکړل، خو ویې ویل چې دا خبرې به د څو پړاوه مذاکراتو په ترڅ کې “مثبتې پایلې ته ورسېږي.”

ښاغلي جریر زیاته کړه، له دولت سره د حزب اسلامي د وروستیو مذاکراتو او پخوانیو خبرو اترو توپیر په دې کې دی چې دې ګوند په دې وروستیو په رسمي ډول د افغانستان له دولت سره خبرو ته تمایل ښوولی او استازي یې هم د لازم صلاحیت لرونکي دي.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پرمهال هم د حزب اسلامي استازي ډېر ځله کابل ته راغلي وو او له دولت سره یې خبرې کړې وې، خو کومې پایلې یې نه درلودې.

ښاغلي جریر وویل، اوسمهال د حزب اسلامي استازي د سولې عالي شورا “مېلمانه” دي او خبرې اترې به یې له دولت سره په راتلونکې اونۍ کې له سره پیل شي.

حزب اسلامي د افغانستان دولت له مخالفو وسله والو ډلو ده، خو د طالبانو په پرتله محدود فعالیت لري. ددې ګوند ډېر غړي له دولت سره یوځای شوي او په سیاسي برخه کې فعال دي او لوړې دولتي څوکۍ هم لري.

دې ګوند په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د قطب الدین هلال ملاتړ وکړ. ښاغلي هلال د ټاکنو په دویم پړاو کې د محمد اشرف غني ملاتړ وکړ.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *