د افغانستان استخباراتو د رییس پر کور د برید هڅه شنډه شوې
د افغانستان څارګرې ادارې یا ملي امنیت عمومي ریاست ویلي، یوه کس چې غوښتل یې ددې ادارې د سرپرست مسعود اندرابي پر کور برید وکړي، وژل شوی دی.
د ملي امنیت ریاست مطبوعاتي دفتر بي بي سي ته وویل، دغه کس د کابل ښار په شش درک سیمه کې د ښاغلي اندرابي کور ۲۰۰ مترۍ ته ځان رسولی و.
د ملي امنیت دغې سرچینې زیاته کړه چې بریدګر پیاده و او وړاندې له دې چې وپېژندل شي، په اړه یې دوی ته معلومات رسېدلي وو.
سرچینې وویل، کله چې دغه کس د ملي امنیت ریاست سرپرست د ساتونکو لخوا په نښه شو، ښاغلی اندرابي په خپل کور کې و او هغه ته هېڅ زیان نه دی اوښتي.
محمد مسعود اندرابي د تېرې قوس/ لیندۍ میاشتې په ۲۰ مه د ملي امنیت عمومي ریاست د پخواني مشر رحمت الله نبیل تر استعفی وروسته ددې ادارې د سرپرست په توګه وټاکل شو.
ښاغلی اندرابي تردې وړاندې د ملي امنیت ریاست عملیاتي مرستیال وو او وړاندې تر هغه یې افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (یو ان ډي پي) دفتر کې کار کاوه.
د ملي امنیت ادارې د سرپرست په توګه د هغه د کار له پیله دا لومړی ځل دی چې پر د هغه د وژنې هڅه کېږي.
د ملي امنیت ریاست لخوا ددې خبر تر تایید وړاندې د کابل پولیسو د ښاغلي اندرابي د وژنې هڅه رد کړه او ویې ویل چې یوه امنیتي مامور خپله وسله ازمویله.