په ایران کې د اور د جشن په ترڅ کې دری تنه وژل شوي او ۲۵۰ تنه نور ټپیان شوي دي

په ایران کې د اور د جشن د لمانځنې په ترڅ کې لږ تر لږه دری تنه وژل شوي او ۲۵۰ تنه نور ټپیان شوي دي536427.

ددغه جشن په ورځ چې د کال د وروستې چهارشنبې په ورځ لمانځل کېږي، ایرانیان د اور د نغري څځه ټوپونه وهي او په لږه کچه چاودنو ته هم زړه ښه کوي.

ویل کېږي، چې د قزوین په ښار کې ۲۴ کلن سړی او د رشت په ښار کې ۱۵ کلن هلک د جشن په ویاړ د چاودنو له کبله وژل شوي دي. او په تهران کې د یو ۴۵ کلن سړی زړه د چاودنې له کبله دریدلی دی.

د بیړنیو پیښو او د ژغورلو د ادارې د استازی مشتبا خالدی په وینا؛ تر ټولو ډیري پیښې د تهران او فارس په ولایتونو کې ثبت شوي دي. د ویلو وړ ده، چې د زیانمن شوو په شمیر کې هغه کسان چې عمر یې تر ۲۰ ټیټ دي، ډیر شامل دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *