د ترکیي ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، اړتیا ده د ترهګرۍ پر تعریف بیا کتنه وشي، ترڅو هغه کسان هم پکې شامل شي چې له دا ډول کړنو ملاتړ کوي.

هغه وویل، “د یوه وسله لرونکي یا بمب لرونکي ترهګر او هغو کسانو ترمنځ توپیر نشته چې له خپل موقف او قلم څخه ددې اهدافو لپاره ګټه پورته کوي.”

ښاغلي اردوغان زیاته کړه، دا کېدای شي یو خبریال، یو قانون جوړوونکی یا یو فعال واوسي.

هغه په انقره کې تر چاودنې یوه ورځ وروسته خبرې کولې چې له امله یې ۳۷ کسان ووژل شول160314231935_turkish_president_recep_tayyip_erdogan_640x360_ap_nocredit.

ددغه برید مسوولیت هېڅ ډلې نه دی منلی، خو د ترکیې لومړي وزیر احمد داووداوغلو وویل، “تقریبا قطعي” شواهد په دغه چاودنه کې د کوردستان بیلتون غوښتونکي کارګرانو ګوند (پي کې کې) رول ته اشاره کوي.

ترکیې د دوشنبې په ورځ په عراق کې د کوردانو ددغې وسله والې ډلې مرکزونه په نښه کړل.

هغه پی کې کې ته په اشارې سره وویل: “ډېرې جدي نښې نښانې، تقریبا قطعي ده چې ددغه بېلتون غوښتونکي ترهګر سازمان (رول) ته اشاره لري.”

د ترکي رسنیو د راپورونو له مخې، ددې هېواد په سوېل ختیځ کې د سن لیوفا ښار کې څلور شکمن کسان نیول شوي دي. چارواکو وویل، د هغه موټر څرک موندل شوی چې په دغه ښار کې په یوه نندارتون کې په چاودنه کې وکارول شو.

د ترکیې د لومړي وزیر مرستیال نومان کورتملوس وویل، یوه بریدکوونکې هرو مرو یوه ښځه وه چې په برید کې وژل شوې ده.

هغه خبریالانو ته وویل، بل ځانمرګی بریدګر نارینه وو، خو تراوسه نه دی پېژندل شوی.

وړاندې ترکي چارواکو چې نومونه یې افشا نشول وویل، دا ښځه د پي کې کې (د کوردستان کارګرانو ګوند) غړې وه. ددغو چارواکو په وینا، هغه د قارص ښار اوسېدونکو وه او په ۲۰۱۳ کال کې له دې ډلې سره یوځای شوې وه.

د ترکیې پوځ وویل، د ترکیې ۱۱ جنګي الوتکو د عراق په شمال کې د پي کې کې پر اهدافو ۱۸ بریدونه کړي دي. په یوه برید کې د وسلو یوه ډیپو په نښه شوې. پي کې کې هم دا بریدونه تایید کړې دي.

د ترکیې د انادولو د راپور له مخې، د جګړه مارو پروړاندې عملیاتو سره هم مهاله، د ترکیې په سوېل ختیځ کې په دوو عمدتا کورد میشتو ښارونو یوک سکوا او نصیبین کې ګرځبندیز لګېدلی دی.

ټاکل شوې ورته مقررات په سیرناک ښار کې هم وضع شي.

د وژل شویو کسانو د جنازې مراسم د دوشنبې په ورځ ترسره شول. د ترکیې د فوټبال ټیم د یوه لوبغاړي پلار هم په وژل شویو کې دی. تر ۱۰۰ ډېر کسان په دغه چاودنه کې ټپیان شول.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *