د کندز ولاىت سىمه ىىز چارواکي واىي، چې د داعش ډلې د کندز په چهاردرې ولسوالې کې د دولت او وسله والو طالبانو پر ضد خپل فعالىت پىل کړى دى

د کندز امنىه قومندان پاسوال محمد قسىم جنګل باغ واىي، د دوى استخباراتي معلومات ښيي چې داعش ډلې د کندز ولاىت په چهاردرې ولسوالۍ کې د تىرو دوو اونىو5E815A80-F384-4D0D-B950-277830151F2E_mw1024_s_n راهىسې خپل فعالىت پىل کړى دى.

امنىه قومندان زىاته کړه د داعش دغه ډله چې په کندز کې ىې خپل فعالىت پىل کړى دى تعداد ىې نږدې ۱۲۰ تنو ته رسىږي.

د کندز ولاىت د ولاىتي شورا وکىل امرالدىن ولي هم تاىيدوي چې ګواکې د کندز په چهاردرې او دشت ارچي ولسوالىو کې د داعش ډلې جنګىالي لىدل شوي دي

ولي په دولت غږ وکړ چې باىد د هر هغې ډلې مخه ونىول شي چې د دولت په وړاندې جنګىږي او ورانكار فعالىتونه کوي امرالدىن ولي واىي که چىرته د وسله والو ډلو مخه ونه نىول شي نو کندز به له سقوط څخه هم بدتر شي

د کندز ولاىت ىو شمىر اوسىدونکي د داعش ډلې له فعالىتونو څخه وىره لري او له دولت څخه غواړي چې باىد د وسله والو ډلو مخه ونىسى او اوسىدونکو ته د امن فضا رامنځ ته کړي .

تر دې وړاندې هم د کندوز پخواني والي په کندوز کې د داعش ډلې د فعالىتونو په اړه خبردارى ورکړى و.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *