په یمن کې د حکومتي عسکرو په بريد کې ۵۷ تنه وژل شوي دي532359

د يمن په جنوب تعز ښار کې د حکومتي عسکرو د بريد پر مهال لږ تر لږه ۵۷ تنه وژل شوي دي. دامطلب فرانسپر س اژانس ور کړی دي.

د سعودي عربستان په مشرۍ د عربي ائيتلاف د هوايي بمباريو او وسله والو نښتو په نتيجه کې د حوثيانو ۳۷ تنه د دولت پلوه ځواکونو ۱۴ سرتيري او ۶ ملکي وګړي وژل شوي دي. دامطلب د حکومتي ځواکونو يو منبع اژانس ته څر ګند کړی دي.

د تعز د والي په خبره په جلا وطني کې د حکومتي پوځونو اداره وتوانيدله مهم سړکونه پرانيزي چې حوٍثي ياغيانو له نهو مياشتو راهيسي کلابند کړي وو او د تعز ښار د شمال او جنوب ترمنځ کنترول يو ځل بيا ټينګ کړي.

په يمن کې وسله والي نښتي روانې دي. چې له يوې خوا د شيعه «انصارلله» غورځنګ حوثيان ، او د پخوانې ولسمشر علی عبدالله صالح ته وفادار پو ځيان، او بل پلو ته د پر ځول شوی ولسمشر عبد ربه منصور هادی پو ځيان چې د سعودي عربستان په مشري د عربي ايتلاف د خمکني او هوايي ځواکونو ملاتړ ورسره دي، په جګړې کې ښکيل دي. د سعودي عربستان په مشرۍ ايتلاف د تيرکال له مارچ میاشتی راهیسي د يمن پر بیلابيلو سيموباندې چې د حوثيانو په ولکې کې دي بمبارۍ کوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *