ایران تیره اونۍ او داټومي هوکړې وروسته د لومړي ځل لپاره د توغندیو آزموینه تر سره کړه. له دې سره چې ددې آزموینې به غبرګون له پام او سوچ پرته لویدیځو هیوادونو غبرګون ښکاره کړ، د ایران مشرانو دا آزموینه د سوله ایزو موخو لپاره وښوده او دې ته یې نغوته وکړه چې د نړیوال کنوانیسیون له مخې ایران له ځانه د دفاع حق لري.

د ایچ قدر لرې واټن ویشتونکو توغندیو په آزموینې سره چې شهاب یو او دوه نومیږي او بالیستیک ډوله دي د ایران د توغندیو له ساتنځای څخn00055478-bه راخستل شوي او د سپا پاسدارانو د قومندان په شتون سره آزمویل شوي دي چې دوی یې هم موخه په ایران او شاخوا سیمو او اسلامي هیوادونوکې د امنیت ټینګښت ښودلې ده.

بله خوا د اامریکا دفاعي اطالاعاتو ریس، جنرال وینسنت استوارت د مشرانو جرګې د وسله والو ځواکونو په کميټه کې د خبرو پر مهال ویلي:« دایران د توغندیو ځواکمنیدل ددې هیواد د امنیت د تیګښت یوه برخه ده، له ډې سره چې پر دې هیواد له دیرشو کلونو راهیسې بندیزونه روان دي خو ددې هیواد توغندیو سیستم ډير پرمختګ کړی دی او په دې هکله چې ایران به له دې موضوع شاتګ وکړي هیڅ ډول نښه نه لیدل کیږی».

له دې سره چې تهران تل پوځي دوکتورینو د دفاع او قدرت په برخه کې مخنیوی کړی دی خو لویدیځو رسنیو د ایران بالستیک ډوله توغندي د رسنیزې جګړې لپآره د یوې اومه مادې په ډول ور پیژندلي دي. بله لور ته څیړونکي پر امریکا تور پورې کوي او پر دې نیوکه کوي چې دې هیواد پر عراق د اټومي وسلې د تر لاسه کولو په بهانه پر دې هیواد برید وکړ او دوی د او د اټومي وسلو په هکله د امریکا دوه ګونی چلند یې تر پوښتنې لاندې راوستلی.

د جګړې ضد فعالین په دې وروستیو کلونو کې د امریکا له لوري د منځني ختیځ په ګډون د یو شمیر هیوادونو په لور د جګړې پر بیولو نیوکه کوي پر هغه جګړو چې له امله یې په سلګونه زره کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او دایران له لوري د ستونزو د هواری پر خبرو او د ترهګرو پر وړاندې ددې هیواد له سیاسته هرکلي کوي

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *