ابتهاج محمد ژمنه يي کړې چي د توري وهلو په برخه کي به د سرو زرو مډال تر لاسه کوي
ابتهاج محمد د يوي مسلماني امريکايي حجابي پيژندل شوي ميرمني نوم دي د المپيک په سياليو کي يي گډون کړی او ژمنه يي کړې چي د توري وهلو په برخه کي به د سرو زرو مډال تر لاسه کوي دې د ټرامپ د څرگندونو پر وړاندې ويلي چي له سرو زرو مډال سره به امريکا ته راگرځي
ابتهاج محمد د امریکا لومړنۍ ښځینه لوبغاړې وه چې د تورې وهلو په سیالیو کې یې له حجاب سره ګډون کړی دی. دې مخکې له دې چې په دې سیالیو کې کومه لاسته راوړنه ولري له امریکا څخه په حجاب سره په سیالیو کې د ګډون له مخې ډيره پیژندل شوې میرمن ده.
دې میرمنې د امریکا ولسمشری ته د نوماند ټرامپ د څرګندونو په غبرګون چې ویلي یې دي امریکا ته باید د مسلمانانو مخنیوی وشي ویلي: د دوه زره شپاړسم سیالیو څخه به د سرو زرو له مډال سره کور ته راګرخي یعني امریکاته
دې ویلي غواړي چې د امریکا په استازیتوب په ډې سیالیو کې ګډون وکړي ترڅو دا په ډاګه کړې چې موخې رسیدو ته یې هیڅ څه مخنیوی نشي کولای.