ددغی پیښی په هکله ویډیو یو بل مسافر ډکه کړی دهindex.

په حجاب کی دوه مسلمانی ښځی له دی کبله چی د الوتکی میلمه پالی (ستیواردیسی) ته یی په ډیر ځیر سره کتل، د الوتکی راکښته شوی دی. په دی هکله خبر د The Sun رسنی ورکړی دی.

د یادی رسنی د خبر له مخی ویل کیږی، چی دغه پیښه د JetBlue هوایی شرکت په الوتکه کی چی د بوستن څخه لوس انجلاس ته راغلی وه، رامنځ ته شوی ده.

یو مسافر دغه پیښه په ټیلیفون کی ثبت کړی او بیایی د YouTube په کرښه خپره کړی ده.

ددغه هوایی شرکت استازو په دی هکله وویل؛ چی دغه ښځی د دوی د مذهبی تړاو له مخی د الوتکی راکښته کړل شوی نه دی.

د دوی په وینا دوی د امنیتی چارښود سره سم عمل کړی دی.

په خبر کی ویل کیږی، چی د پولیسو سره د خبرو وروسته دواړه مسلمانی ښځی خوشی شوی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *