چارواکي وايي چې د هرات په شينډنډ ولسوالۍ کې د طالبانو خپلمنځي جګړو کې تر ٢٠٠ زياتو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هرات د ولايت مقام د رسنيو مسوول جيلاني فرهاد د کب په ٢٠مه وويل چې دا نښتې د ملا رسول د قوماندان ملا ننګيالي او د ملا اختر منصور د پلاوي ملا صمد د وسله والو تر منځ له تېرو څو ورځو راهيسې روانې دي.

هغه زياته کړه چې په دې جګړو کې تر اوسه له دواړو لورو څخه تر ٢٠٠ پورې وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ده زياته کړه چې دواړه وسله والو ډلې جنګي جرمونه ترسره کړي او دا جګړه اوس پاى ته رسېدلې ده.

فرهاد ادعا وکړه چې وسله والو کسانو د خپلو مخالفينو سرونه د هغوى د کورنيو پر وړاندې پرې کړي دي.

دى وايي چې د ولايت مقام له خوا يو پلاوى د پېښې د څېړنې او د بېځايه شوو کورنيو د معلومولو په موخه شينډنډ ولسوالۍ ته استول شوى دى.

په لوېديځ کې د ٢٠٧ ظفر قول اردو وياند نجيب الله نجيبي وويل چې ملا ننګيالى له خپلو سلو وسله والو سره تېره شپه د ملي اردو له ځواکونو سره يو ځاى شوى دى.

د نصير احمد په نوم د شينډنډ ولسوالۍ يوه اوسېدونکي وويل چې له تېرو درېيو ورځو راهيسې دلته سخته جګړه روانه ده او ملکي وګړي هم زيانمن شوي دي.989E3CC4-5521-4B0D-8A23-B5BF7ED10C7C_mw1024_s_n

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *