شمالي کوريا د پنجشنبي په ورځ د جنوبي کوريا سره د ټولو اقتصادي او سوداګريزو تړونه لغوه کېدل اعلان کړهبغلان (1).

د کوریا د سوله ییز بیا یووالي د کميټي استازي په بيانيه کې ويل کيږي چې شمالي کوريا په پام کې لري په شمال کې ټول خپل ملکيتونه ، چې د جنوبي کوريا د کمپنيو تر ادارې لاندې دي، ضبط کړي. دامطلب تاس اژانس ور کړی دي، نو له دې کبله شمالي کوريا پر یکړه کړي چې د کيم ګانسن تفریحي ساحي ته د جنوبي کوريا د وګړو تورستي سفرونه لغوه کيږي او د کيوسن په ښار کې ګډ صنعتي کار پای ته رسيږي. دغه استازی زياتوي چې د جنوبي کوريا سره اقتصادي همکارۍ د لغوه کولو پريکړه وروسته له هغې تر سره شوه چې جنوبي کوريا په يو اړخیزه توګه پر شمالی کوريا بنديزونه له دې کبله چې شمالي کوريا د روان ميلادي کال د جنوري پر ۶ نيټه د لسو کالو وروسته ځپل څلورم هستوي توغندی ازمايښت کړ اوددې تر څنګ يي سپوږمکۍ د یوه توغندی په واسطه نړیوال فضایي مرکز ته وتوغوله

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *