سناتور حمدالله په تبلیغاتو کې د سړو په سرونو پکولونو او پټکیو ته په اشاره وايي چې دا هم په پاکستان کې په عمومي توگه د پښتنو جامې دي.

سناتور حافظ حمدالله وايي د ترهگرۍ خلاف د پاکستان د حکومت او د پوځ د استخباراتي ادارې آی اس آی له خوا په ورځپاڼو کې په چاپ شويو تبلیغاتو کې د ښځو داسې عکسونه لیدل کیږي چې چادري یې اغوستې دي. ښاغلی حمدالله وايي په پاکستان کې دغه جامه پښتنې او بلوڅ میرمنې اغوندي او دا د پښتنو او بلوڅو د روایاتو A49B0426-DFD9-41F3-8378-E672DCF9D187_w640_r1_s_cx10_cy4_cw78سپکاوی دی.

د پاکستان د پارلمان دوو غړو په دې خبره احتجاج کړی دی چې ولس کې د ترهگرۍ خلاف د بیدارۍ پیداکولو دپاره د پوځ په مطبوعاتو کې خپاره شویو تبلیغاتو کې د پښتنو او بلوڅو کلتور ته سپکاوی شوی دی.

دغه مسله د چارشنبې په ورځ په پارلمان کې د پاکستان د تحریک انصاف سناتور اعظم سواتي او د جمیعت علما اسلام (ف) ډلې سناتور حافظ حمدالله پورته کړه.

سناتور حمدالله په تبلیغاتو کې د سړو په سرونو پکولونو او پټکیو ته په اشاره وايي چې دا هم په پاکستان کې په عمومي توگه د پښتنو جامې دي.

د ترهگرۍ خلاف د حکومت او پوځ په اعلان باندې د احتجاج په ځواب کې د حکومت د پارلماني چارو نائب وزیر افتاب شیخ وویل حکومت د هیڅ یو قوم سپکاوی نه کوي او نه يي کوم قوم په ځانگړي توگه په هدف کړی دی. هغه زیاته کړه چې د پاکستان د ابادۍ په لحاظ تر ټولو لوې صوبې په جنوبي برخو کې هم ځنې سړي پټکي په سر تړي.

په اعلان کې د یو تصویر په عنوان لیکل شوي دي چې آیا تاسو خو خپل کور په ناخبرۍ کې کوم ترهگر ته په کرایه نه دی ورکړی. په دغه تصویر کې دوه سړي لیدل کیږي چې د یو سړي په مخ ږیره او په سر يي پکول دی او د بل سړي نه ږیره شته او نه يي په سر پکول. داسې ښکاري چې بې ږیری د کور مالک او د ږیرې څښتن او پکول په سر سړی کرایه دار دی.

په اعلانونو کې په بل تصویر کې په یوه غونډه کې سړي لیدل کیږي چې، په یوه دایره کې ناست دي، زیاتره ږیره لري او خولۍ یا پټکي یې په سر کړي. دې تصویر ته په اشاره سناتور حافظ حمدالله وايي دا عکس دنیا ته ښائي چې گڼی که د چا پټکی یا سواتۍ خولۍ (پکول) په سر و، ږیره يي وه او یا کومې زنانه چادري اغوستې وه نو هغه به ترهگر وي.

سناتور حمدالله وايي په پاکستان کې په تیرو وختونو کې د ترهگرۍ داسې پیښې هم شوي دي چې پکې ښکیل وسله وال د حکومت او د پوځ له خوا په تبلیغاتو کې ترهگرو ته په منسوب چوکاټ کې نه ځائیږي.

په پاکستان کې یو شمیر ترهگرې او غیر قانوني شوې سخت دریزه ډلې د پنجاب صوبې سره اړیکې لري. په دغو کې د جماعت الدعوه مشر حافظ سعید هم شامل دی. د نوموړي په نیولو باندې امریکې د لسو میلیونو ډالرو انعام ایښودی دی. په لسگونو نورې ډلې او پنجابي طالبان په گاونډي هیوادونو افغانستان او په هند کې په ترهگرۍ تورن دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *