د ترکیې د چارو کارپوه په خپله ټویټر پاڼه کې د اسدالله ډلې ریښتینې څيره چې په دې وروستیو کې په کرد میشتو سیمو کې د شتون ا علان کړی په ډاګه کړه.

ددې ریپوټ له مخې: اوزجان ترک چې د ترکیې په چارو کې د منځني ختیځ د چارو کار پوه دی او پّ سیمه کې یې د خبریالانو او کارپوهانو ترمنځ ښه نومو ګټلی او د شعبدIMAGE635871697560489351ه باز ویاړ یې تر لاسه کړی، څه موده وړاندې یې د کردانو د نوي قاتیلینو په نامه یوه سرمقاله لیکلې ده ویلي یې دي: چې د ترکیې اسختباراتي اداره د کردانو په ځپلو بوخته ده.

ده دې سرلیکنې ته د«داعش نوي ورژن» نوم ورکړی دی چې د کردانو د نويو وژونکو معنا ورکوي: د ترکیې د میت تر ټولو زیرکانه وړاندیز پّ سیمه کې د کردانو پر و ړاندې د یوه نوي داعش رامنځ ته کول ښودلی دی. که چیرې ترکیه وکولای شي پّ سیمه کې د سلامي ارزښتونو په نامه ترهګریزې ډلې رامڼځ ته او له دوی څخه ملاتړ وکړي نو د کردانو ډلې به په ګونډو کړي.

دې ترک کار پوه په خپله سرلیکنه کې د میت د یوه چارواکي له خولې لیکلي چې دا د ډار اچونې، وژنې او غارت کلي ده. هر عصاینګر تر هغې وحشي دی چې تر ځآنه بل بدتره وحشي وویني.

حریف باید په دې پوه شي چې ستا ځواک دده په پرتله ډير دی او په دې پوه شي چې ته له هغه تر ډيره خونړۍ او ځواکمن یي نو له دې مخې به هغه شاتګ غوره کړي.

اوزجان دا څیړنه د میت یو شمیر افسرانو د خبرو له مخې کړې او په دې متن کې یې د ترکیې لوړ پوړیو چارواکیو څرګندونو ته په نغوتې سره ویلي: دوی د ترکیې په ټولنه کې د متعرضو کردانو خپله پښه له ګلمه اوږده کړې ده اوغواړي چې په عثماني تریکه کې د ځان لپاره ځای پیدا کړي. باید په هره بیه چې وي دوی وځپل شي حتی که چیرې اړتیا پیښه شوه ددوې پر وړاندې به له داعش څخه هم مرسته وغواړو.

د ویلو وړ ده چې په دې وروستیو کې د اسدالله ډلې په نامه یوې ډلې د اسلام پالنې له مخې په فعالیت پیل کړی دی او ددوی د وسله والو هویت او پیژندګلوي نده مالومه خو د تر لاسه شویو اسنادو او لاسوندوو له مخې چې د ترکیې له پوځ او امینتي سرتیرو سره تر ډيره نږدې اړیکي لري داسې ښودل کیږي دا ډله هم له هغه کسانو څخه رامنځ ته شوې کوم چې د ترکیې له لوري او د داعش له خوا جذبیدل.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *