د سوريې لپاره د ملگرو ملتو ځانگړى استازى دېمېستورا هيله ښودلې ده چې دې خبرو کې به په ټاکنو هم خبرې کېږي.

ملگرو ملتونو تمه ښکاره کړې ده چې د دوى په ټکو د سولې د پام وړ خبرې به د دوشنبې په ورځ پيلېږي.

د سوريې لپاره د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي سټيفن ديمېستورا په جينوا کې د خبرو پر مهال وويل دغه خبرې چې د مارچ تر ٢٤ به دوام کوي، برخه وال به د نوي قانون جوړول، انتقالي ادارې2000px-UN_emblem_blue.svg رامنځ ته کولو او ټاکنو ترسره کولو باندې غږېږي.

خو دا لا نه ده معلومه چې په دې خبرو کې به کومې ډلې برخه اخلي. د اپوزيسون ځينو ډلو ويلي دي په دې اړه چې دغو خبرو کې شريک شي تر دې دمه يې تصميم نه دى نيولى.

خپله له سوريې څخه راپورونه وايي هغه اوربند چې ١٢ ورځې وړاندې پيل شوى، دومره سرغړونې ترې کېږي چې د جگړې کچې ته راټيټ شوى دى.

دې اوربند، په کلابندو سيمو کې لسگونه زره ايسار کسانو ته د مرستو رسوولو کې مرسته کړې ده.

ددې نوو خبرو اعلان په داسې وخت کې شوى دى چې امريکا وايي سوريه کې يې اسلامي دولت په نوم ډلې يو جيگپوړى قوماندان عمر الشيشاني وژلى دى

بل خوا د امريکا پوځ وايي په سوريه کې د “اسلامي دولت” نومې ډلې يو جيگپوړى قوماندان عمرالشيشاني په هوايي بريد کې په نښه کړى دى.

چارواکي وايي د دې ډېر امکان دى چې هغه وژل شوى وي.

خو په سم لاسي دول داعش په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا بريد د جمعې په ورځ ترسره شوى و، د راپورونو له مخې نوموړي سره ١٢ نور کسان هم وژل شوي دي.

امريکا د هغه په سر د پنځو ميليونه ډالرو انعام اعلان کړى و.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *