په سودان+و+عربستانسوډان کې د عربستان سفارت محرمانه لیک خپریدو نوې ستونزې رامنځ ته کړې دي.

د خاور میانه د ریپوټ له مخې: په دې لیک کې د سوډان بهرنیو چارو وزیر او په خارطوم کې د عربستان د سفیر ترمنځ او په ادیس بابا کې د اروپایي کارپوهانو د شپږ ویشتمه غونده د ریاض د مالوماتو ورکولو په هکله په لاره اچول شوې وه.

د خپاره شوي لیک له مخې، سعودي عربستان له سوډانه په بشپړ ملاتړ سره له دې هیواد سره د مصر پولو ته نږدې د ستونزو د هواری په برخه کې د هر ډول مرستې ژمنه وکړه او له مقابل لوري یې خارطوم د فلسطیني مقاومت کونکو ډلو په هکله ضمانت عربستان ته سپارلی دی.

د حلایب مثلثه سیمه چې په همدي نامه نومل شوې د سوډان او مصر د پولو ترمنځ د بریتانیا له مداخلې وروسته د دواړو خواوو ترمنځ نښتو ته لاره هواره شوه. په دې سیمه کې د نولس سوه دوهم کال راهیسې د خینې سیاسي او ځینې وخت پوځي نښتو ته لاره هواره شوه او داړه لورې ددې سیمې د واکمنۍ په برخه کې پر خپلو غوښتنو ټینګار کوي. د ریاض او قاهرې ترمنځ د ستونزو د رامنخ ته کیدو اصلی لامل په دې سیمه کې د خارطوم د ملاتړ په تړاو را پورته شوې دي. له بل لوري د امینتي سرچینو په وینا: اروپایي کار پوه چې په لیک کې ورته نغوته شوې د موساد جاسوسي سازمان له لوړ پوړیو غړیو څخه شمیرل کیږي، فلسطینی رسنۍ خارطوم تورنوی او تر سره شوې خبرې د قدس د خپلواکۍ پر وړاندې خیانت بولي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *