د سوریې اپوزیسیون: د روسیې فدراسیون او امریکا متحدو ایالتونو وړاندیز، کېدای شي په سوریه کې د وینو د توییدا د بندښت وروستی چانس وي365231

په سوریه کې د روسیې په پوځي اډه حمیمیم کې د سوریې د اپوزیسیوني ګوندونو او غورځنګونو د استازیو او د سوریې عربي جمهوریت د نامتو ټولنیزو شخصیتونو کتنه وشوه. دغه خبرې اترې د کتنې د برخه والو په وړاندیز تنظیم شوې وې.

دوی په سوریه کې د جنګېدونکو لوریو د پوخلاینې د چارو روسي مرکز ته مراجعه کړې وه. د دغې کتنې ډېره مهمه پایله، د هغه ابتکاري ګروپ جوړېدا ده، چې غواړي په نېږدې وخت کې د هېواد د نوي اساسي قانون د مسودې چمتو کول پایته ورسوي او ټول ولسي بحث او څېړنې ته یې وړاندې کړي.

د سوریې د اپوزیسیون د فعالینو د ډلې مشري «د دُنیوي سوریې ملي کانګرس» د ګوند عمومي منشي ایلیان مسعد، د دیموکراتیکې سوریې د غورځنګ رسمي استازي میس کریدي او د دیموکراتیکې سوریې د غورځنګ استازي مؤذن بلال ته ور په غاړه وه. د دغې کتنې په ګډه اعلامیه کې ویل شوي: «په سوریه کې د جنګي عملیاتو د بندښت په تړاو هغه ګډه اعلامیه، چې روسیې فدراسیون او امریکا متحدو ایالتونو د سوریې د ملاتړ د بین المللي ګروپ د سرلارو هېوادونو په توګه څو ورځې پخوا تصویب او اعلان کړه، زموږ ولس ته په هېواد کې د وینو د توییدا او د هېواد د ړنګېدا د درولو چانس ورکوي او کېدای شي، چې دا وروستی چانس وي. موږ، د سوریې د ملاتړ د بین المللي ګروپ د سرلارو هېوادونو په توګه د روسیې فدراسیون او امریکا متحدو ایالتونو له خوا د اعلان شوې ګډې اعلامیې ټول شرطونه په بشپړ ډول منو، او دېته مو په کلکه ملاتړلې، چې په ژېنېو کې د ملګروملتونوټولنې په مشرۍ د سوریې د ټولو لوریو په پراخ ډیالوګ کې برخه واخلو».

د سوریې د اپوزیسیون د ډلې په ګډه اعلامیه کې ویل کیږي: «موږ اعلان کوو، چې د سوریې په خاوره کې د ولس د ارماني سولې د راتګ او ټینګښت په لاره کې به خپل ټول وس وکاروو. ترهګرو او بهرنیو اجیرانو زموږ ولس ډېر سخت وځوراوه. په سلګونو زره ولسي وګړي: ښځې، زاړه او واړه وژل شوي. سوریه لږه موده پخوا هم د سیمې یو سمسور هېواد وو. خو نن یې اقتصاد وېجاړ دی. او په خپله هېواد د ړنګېدا پر ژۍ ولاړ دی. د «اسلامي دولت»، «جبهة النصرة» او د نورو ترهګریزو ډلو ټپلو د ترګرو پر ضد مبارزه اړینه ده او دغه مبارزه باید په خپل ټول قوت وشي».

د غونډې برخه والو وویل، چې دوی په سوریه کې د جګړې له لارې د اوسنۍ شخړې پایته رسېدل ناشوني ګڼي. او د دې ملاتړ یې وکړ، چې دغه شخړه دې د ملګروملتونوټولنې د امنیت شورا له ۲۲۵۴ ګڼه پرېکړه لیک سره سم په سیاسي لارو چارو حل شي.

د دغې کتنې اساسي پایله د هغه ابتکاري ګروپ جوړېدا ده، چې د هغو ټولو وسله والو ډلوټپلو، د مذهبي، قومي او توکمیزو ګروپونو استازي پکې دي، چې په سوریه کې ژوند کوي او د جنګي عملیاتو د بندولو غوښتنلیکونه یې لاسلیک کړي دي. دغه ګروپ غواړي چې په نېږدې وخت کې د هېواد د نوي اساسي قانون د مسودې جوړول پایته ورسوي او ټول ولسي بحث او څېړنې ته یې وړاندې کړي.

په ګډه اعلامیه کې ویل شوي: «موږ دا ژمنه کوو، چې د هېواد د نوي اساسي قانون د مسودې چمتو کول به په ډېره لنډه موده کې پایته ورسوو. موږ پر ټولو هېوادپالو غورځنګونو، ګوندونو او سازمانونو غږ کوو، چې له دغه کار سره یوځای شي او پر اعتماد جوړونې لاس پورې کړي».

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *