د ایران د بهرنیو چارو وزیر د دوشنبه په ورځ په یوه خبرې ناسته کې وویل: د ټاکنو په ټولو حوزو کې حالات په ښه توګه پر مخ روان دي له دې سره ده ډاډ ورکړ چې په ټاکنو کې به درغلي ونشي. د سلامي شورا د مجلس له دوه سوه نوي څوکیو څخه د دوه سوه شلو څوکیو پایلې روښانه شوې او د شپتو نورو څوکیو په هکله مالومات شتون نلري او دا ستونزه به د ټاکنو په دوهم پړاو کې له منځه لاړه شي. له دې سره چې پّ دې ه606x341_228430_voting-ends-in-iran-electionsیواد کې د ټاکنو د دوهم پړاو په هکله مالومات ندي ورکړل شوي خو ویل شوي چې په دې ټاکنو کې د سمون غوښتونکو او اصول پالو رایې یو شانته دي. د دوه سوه یو ویشتو څوکیو برخلیک دا وښوده چې اصول پالو یو سل درې څوکۍ تر لاسه کړې په داسې حال کې چې اعتدال پاله او سمون غوښتونکو پنځه نوي څوکۍ خپلې کړې او پاتې نورې خپلواکه نوماندانو ته رسیدلې دي.

پّ ایران کې د پارلمان او پوهانو ټاکنې به داسې حال کې تر سره شوې چې له ټاکنو مخکینۍ وخت د کرښو ایستلو په جنجالونو تیر شو د نوماندانو د څیړنې پړاو په دې هیواد کې تل یو ستونزمن پړاو وي چې له ځینو غبرګونو سره هم مخ کیږي.په ایران کې ټاکنې ډيری وخت معیار محوره وي او د دوی لپاره سخت حالات په پام کې نیول کیږي. خو په دې پړاو کې د صلاحیتونو د له لاسه ورکولو برخه ښکاره او روښانه وه له دې ټاکنو کې د حسن خمیني چې د امام خمیني لمسی دی ډیری غبرګونونه له ځان سره درلودل. له دې سختو غبرګونونو څخه یو یې د هاشمي رفسنجاني له لوري شوی دی او د خپلو خبرو په لړ کې یې مسولینو ته وویل: تاسو هغه کسان له نوماندیه لرې کړي چې د شخصیت له اړخه امام خمینی ته ورته خلک دي دې ته په کتو سره تیرې ټاکنې د لیکو جوړښت پر مهال له ناندریو او ناسمو سیالیو ډکې وې چې په لړ کې یې لفظی شخړې هم درلودې.

د حقوقي سختو مسایلو سربیره داسې ښکاري چې د نوماندانو د څیړنې په برخه کې سیاسي چلندونه هم کارول شوي دي د ټاکنو په دې پړاو کې اصول پاله او محافظه کاره د خپلو سیالو ډلو د فعالیتونوو او ګام پورته کونې پر وړاندې غبرګونونه ښودلي او مقاومت یې کړی دی.

دې ته پّ کتو سره د حسن خمیني په څیر د کسانو ردیدل له دې پرته چې دې دول کسانو ونشو کولای ترڅو د نوماندۍ شرایط برابر کړي ددوی له نوماندانو سره سیاسي چلند هم شوی دی. د صلاحیتونو   د پړاو په پای ته رسیدو سره په ټاکنیزو کمپاینونو کې د سمون غوښتونکو او محافظه کارانو ترمنځ سیالۍ ته نور هم زور ورکړل شواو د ایران اوسیدنکیو په دې ټاکنو کې پراخ ګډون وکړ لکه څرنګه چې ویل کیږي له شپیتو تر اویا سلنه هغه کسانو په دې ټاکنو کې کړی وو کوم چې د رایو ورکولو وړ ؤ.

ایرانیانو وکولای شول دې جرګې ته په برابره توګه د سیالیو ډلو نوماندان وټاکي له دې پرته چې د سمون غوښتونکو نوماندان د ددوی د سیالانو په پرته دی شورا ته لاره پیدا کړه. پّ دې ټاکنو کې چا د درغلیو نوم ندی اخستی او د حسن روحاني حکومت چې په خپله اعتدال پاله او سمون غوښتونکو پلوی دی ویلي چې ټاکنې به په ښه توګه تر سره کوي. خو له دې سره دې ټاکنو د پآم وړ کسانو ته د نوماندی حق ندی ورکړی او دې برخې یې بې برخې کړي دي

غلان حسین حداد عادل چې دسمون غوښتونکو د سمون غوښتونکو د مشر په توګه یې د ایران اسلامي شورا ته لاره نده پیدا کړې او په تهران کې د امید ډلې ډيرشو کسانو دې شورا ته لاره پیدا کړه، بله لور ته د مشرانو ټاکنو دوه لویې لرې کیدنې درلودې ښاغلي یزدي او مصباح چې پّ ایران کې د محافظه کارانو د مشرانو په توګه پیژندل کیږي دې جرګې ته لاره نده پیدا کړې او آیت الله جنتي هم د مشرانو شورا د نوم لړ په وروستیو کې ځای نیولی وو. په مقابل لوري کې هاشمي رفسنجاني د تهران حوزې څخه د لومړي کس په توګه د مشرانو شورا ته لاره پیدا کړه.

اصول باله تل ځانونه په ایران کې د اسلامي انقلاب وارثین بولي او تل به یې دا فکر کاوه چې دوی د تر ټولو د ښه نظام رامنځ ته کونکي شمیرل کیږي. په دې کې په ځانګړې توګه په وروستیو کلونو کې سمون غوښتونکي څنډې ته شوي وو او په ډيریو برخو کې سمون غوښتونکي دوی د فتنو رامنځ ته کونکې او په دې وروستیو کې جاسوسان ښودل. په دې سره د کب میاشتې وروستیو ټاکنو وښوده چې خلک غواړي سمون غوښتونکو ته یو بل چانس هم ورکړي په حقیقت کې دا چانس دوی ته د حسن روحاني د حکومت له لوري ورکړل شوی دی. ښاغلی روحاني له کله چې د ایران د ولسمشر سره توګه دنده پیل کړې په دې بریالی شوو ترڅو د یوې فعاله دیپلوماسۍ له مخې د اټومي پلان په هکله له لویدیځ سره ستونزو ته د پای ټکی کیږدي او پر دې هیواد بهرني بندیزونه چې پر ایران یې دروند پیټۍ ایښی وو لرې کړي دې بندیزونو د خلکو ستونزې څو برابره کړې وې.

د سمون غوښتونکو د بریا اصلي ټکی هم همدا وو ځکه چې سمون غوښتونکي په دې کې چې له لویدیځ سره د اټومي پلان په هلکه هوکړې ته رسیدل ناشوني ښودل پکې له ناکامۍ سره مخ شول او ویي نشو کولای ترڅو ترڅو په خپلو موخو کې بریالي شول چې په دې سره یې ونشو کولای په ټاکنو کې ګټورې پایلې تر لاسه کړي.

بل لور ته لویدیځو رسنیو له دې ټاکنو داسې ریپوټونه ورکول چې ګواکې د آیت الله خامنه اي ډلې په دې ټاکنو کې ماته خوړلې او په بشپړه توګه سمون غوښتونکي بریالي شوي دي او خلکو د ښاغلي روحاني پلویانو ته رایې ورکړې خو دا ریپوټونه له دې پرته چې د ایراني ټولنې په هکله د مالوماتو له مخې خپاره شوې وي ریښتیني نه وو.

پّ ایران کې دا سمه ده چې بیلا بیلې پرګنې او ډلې شتون لري او منځلارې فعاله دي خو ددې ګوندونو او ډلو ترمنځ اختلافات په هغه کچه ندي چې د نظام تر کچې ورسیږي. دوی ته د مشر د یوې چتری په څیر دی چې د ایران ټوله سیاسي فضا یې تر سیوري لاندې راوستلې ده او ټولې ډلې او ګوندونه ددې چتری له سیوریې څخه ګټه پورته کوي او له دې کړیه بهر فعالیت او ګام ته د پورته کولو اجازه نه ورکول کیږي او نه هم په ټاکنو کې برخه اخستی شي. له دې وروسته چې پّ ایران کې ټول اړخونه وڅیړو او د هرې ډلې لپاره یوه بیله فکري کړۍ رامنځ ته کړو د ایراني ټولنې له پیژندګلوی څخه به لرې خبره وي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *