تركي پوځ د پي كې كې لس غړي وژلي
ترکي پوځي چارواکو ويلي، چې په ديابکر ولايت کې يې د کردي بېلتون غوښتونکې ډلې (پي کې کې) لس وسله وال وژلي دي.
چارواکو دغه راز په دغه نښته کې د يوه تركي سرتېري د وژل کېدو پخلى هم کړى دى.
د رپوټونو له مخې، له ۲۰۱۵ کال راپدېخوا د ترکيې په جنوب لوېديځ کرد مېشته سيمو کې د نښتو په مهال د پي کې کې ۱۲۵۰ وسله وال وژل شوي او سلګونه نور ټپيان شوي دي.
په همدې موده کې دغه راز لسګونو تركي سرتېرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کردانو د پي کې کې بېلتون غوښتونکې ډلې مشر عبدالله اوجالان ترکيه کې له تېرو څو کلونو راهيسې د بند شپې ورځې سبا کوي.
د ترکي حکومت او کردي بېلتون غوښتونکو ترمنځ څو ځلې په اوربند هوکړه شوې، خو ډېر کله دغه اوربند مات شوى دى.