اسلامي همکاريو په پنځمه ناسته کي د فلسطين په ملاتړ د پنڅو گامونو په پورته کولو هوکړه شوې ده
جاکارتا د اندونيزيا په پلازمينه کي د اسلامي همکاريو په پنځمه ناسته کي د فلسطين په ملاتړ د پنڅو گامونو په پورته کولو هوکړه شوې ده
په فلسطین کی د ستونزی او قدس د ستونزو هواری په برخه کې د اسلامی همکاریو سازمان په دوه ورځینۍ ناسته کې چې د عادلانه او تل پاتې حل لارې په نامه تر سره شوې وه په ترځ کې یې د فلسطینیانو او فلسطین په ملاتړ د پنڅو ګامونو پر پورته کولو هوکړه وشوه.
د اندونیزیا آنتارا په نامه د خبري آژآنس در یپوټ له مخې ددې هیواد ولسمشر تیره ورځ ناوخته ددې غونډې په وروستۍ وینا کې وویل په دې ناسته کې د فلسطین په ملاتړ د پنځو ګامونو پورته کولو پریکړه شوې چې لومړی یې په سیمه کې د پخلاینې خبرو پیا پیلیدل دی.
له دی سره دوی د پخلاینې په ډله کې چې اوس مهال یې غړي امریکا روسیه اروپا او ملګری ملتونه دي د غړیو د ډیرښت وړاندیز وکړ.
جوکو ویدو دوهم ګام پر اسرایلو د اقتصادي بندیزونو په ګډون له بیلا بیلو لارو د فشار په توګه د کار اخستنې غوښتنه وکړه ترهغې چې د اسرایلو رژیم د فلسطین په نیول شوې خاوره کې د ښارګوتو له رغاونې لاس واخلي.
دریم ګام د فلسطین په مسله کې د ملګرو ملتونو پر امنیت شورا د فشار راوستل دی ترڅو د قدس نیواک ګری پای ته رسیدو لپاره یوه نیټه وټاکي دوی ځلورم ګام الاقصی جومات ته د فلسطینیانو د هر ډول لاس رسي په هکله ښودلی دی همدارنګه دوی ویلي چې پنځم ګام هر ډول بشري مرستو ته د فلسطینیانو د لاس رسي ښودلی دی
د اسلامي همکاریو سازمان پنځمه ناسته د فلسطینی دولت مشر محمود عباس او په دې سیمه کې د رسیدو په موخه تر سره شوې ده
په دې ناسته کې دډې سازمان نهه څلویښتو غړیو، د اوه پنځوسو بنسټونو استازو په ګډون شپږ سوه پنځه تنه مشرانو ګډون کړی وو او ډيری هیوادونو خپل بهرنيو چارو وزیران او نور چارواکي دې غونډې ته وراستولي ؤ.