د ملګرو ملتونو سر منشی پان ګی مون په ترکی چارواکوغږ وکړ؛ چی په هیواد کی د بیان آزادی ته درناوی وکړی. په دی هکله څرګندونی نوموړی د «زمان» په نوم د اپوزیسیون د رسنی په تړاو کړی دی.

د ملګرو ملتونو استازی فرحان الحق وویل:« د ملګرو ملتونو سر منشی په ترکیی کی د Feza Media Group په هکله د مارچ د میاشتی په ۴ مه نیټه د محکمی د حکم او په دی تړاو په حالاتو کی د بدلونو څخه خبر دی». نوموړی زیاته کړه؛ چی پان کی مون د «زمان» د رسنی په060830 شا او خوا کی حالات څاری».

فرحان الحق زیاته کړه؛ له دی سر بیره پان ګی مون غږ وکړ؛ چی د بیان آزادی باید د هر ډول پریکړو په نیولو کی له پامه ونه غورځول شی.

له دی مخکی د اروپایی ټولنی ډیرو هیوادونو په ترکیی کی د بیان د آزادی په تړاو خپلی اندیښنی څرګندی کړی وی. د دغو اندیښنو د راپارولو لامل د «زمان» په نوم د اپوزیسیون په رسنی بندیز او د لاریون کوونکو د شړلو په موخه د اوښکی بهوونکی غاز څخه کار اخیستل دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *