ترکيې او اروپا د بروکسل په ناسته کې د کډوالو ستونزو په هکله هوکړه کړې خو په دي هکله وروستی پريکړه راتلونکو ناستو ته پريښودل شوې ده

ټاکل شوې چې د ترکیې او اروپایې ټولنې ترمنځ خبرې د مارچ میاشتی له اولسمې او اتلسمې نیټې مخکې چې ټاکل شوې د کډوالو په هکله پکې پریکړه وشي دوام ولري0,,18883422_403,00.

د آلمان لوموړۍ وزیرې انګلا میرکل د اروپایي مشرانو او ترکیې ترمنځ له خبرو وروسته وویل په اروپا کې د کډوالو د ستونزو د هواری په هکله پریکړه وخت ته اړتیا لري خو له دې سره په اروپا کې د کډوالو د ستونزو پر هواری ټینګار شوی دی.

انگلا مرکل – ” په ننۍ خبرو کې د کډوالو په هکله د اروپایي ټولنې او ترکیې له ګډو پلانونو ملاتړ شوی دی. لږ وخت ته اړتیا لرو. د بیلګې په ډول: په راتلونکې اونۍ کې چې د اروپایي ټولنې او د کډوالو په ټولو برخو به پریکړه وشي ځینې غړي غواړي له ملي پارلمان سره خبرې وکړي خو مونږ له هر اړخیزې هوکړې ملاتړ کوو او په هکله به یې ډير ژر ناسته تر سره شي”.

دې ویلي بې نظمه او غیر قانوني کډوالې باید قانوني رنګ خپل کړي. ترکیې اروپایي ټولنې ته یو وړاندیز کړی خو دې ټولنې له دې پرته چې دې هوکړې ته سر ټیټ کړي ویلي یې دي په ټولیزه توګه د ستونزو له هواری سره موافق دي.

یو وړاندیز دادی چې ټول غیر قانوني کډوال به له یونان څخه ترکیې ته د اروپایي ټولنې په لګښت را ګرځول کیږي او د دوه زره شپارسم کال تر جونه به ټولو ترکیې وګرو ته له ویزې پرته د تګ اجازه ورکول کیږي.   له دې سره ترکیې ته به درې میلیارده یورو ورکول کیږدي او له دې هیواد سره به د مرستې کچه تر شپږ میلیاردو یورو ورسیږي.

له نړیوالې دوهمې جګړې وروسته اروپایي ټولنه د کډوالو له سختو ستونزو سره مخ شوې اواروپا ته ډیر کډوال د ترکیې له لارې ننوځي ترکیه اوس مهال هم د دوه اعشاریه اوه میلیونو کدوالو کوربه ده کوم چې د سوریې له جګړې تښتیدلي دي. تیر کال له یو میلیونه ډیر کسان په غیر قانونې توګه د یونان له لارې اروپایي هیوادونو ته رسیدلي خو اوس مهال د اتو اروپآیي هیوادونو له لوري د پولو په تړل کیدو سره دیارلس زره کډوال په دې پولو کې بند پاتې دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *