ترکي پوځي چارواکو ويلي، چې په ديابکر ولايت کې يې د کردي بېلتون غوښتونکې ډلې (پي کې کې) لس وسله وال وژلي دي.

چارواکو دغه راز په دغه نښته کې د يوه تركي سرتېري د وژل کېدو پخلى هم کړى دى1031982724.

د رپوټونو له مخې، له ۲۰۱۵ کال راپدېخوا د ترکيې په جنوب لوېديځ کرد مېشته سيمو کې د نښتو په مهال د پي کې کې ۱۲۵۰ وسله وال وژل شوي او سلګونه نور ټپيان شوي دي.

په همدې موده کې دغه راز لسګونو تركي سرتېرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کردانو د پي کې کې بېلتون غوښتونکې ډلې مشر عبدالله اوجالان ترکيه کې له تېرو څو کلونو راهيسې د بند شپې ورځې سبا کوي.

د ترکي حکومت او کردي بېلتون غوښتونکو ترمنځ څو ځلې په اوربند هوکړه شوې، خو ډېر کله دغه اوربند مات شوى دى.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *