150310054643_philip_hammond_640x360_afp_nocreditد بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر فلیپ هامونډ نن په کابل کې له افغان چارواکو خبرې کړې دي.

ښاغلي هامونډ په کابل کې يوې خبرې غونډې ته وويل چي بریتانیا او نړیواله ټولنه غواړي، له افغانستان سره همکار پاتې شي او دلته تر لاسه شوي پرمختګونه بايد وساتل شي.

نوموړی وايي له فساد سره مبارزه او په اقتصادي برخو کي د اصلاحاتو راتګ هغه اړین موضوعات دي، چې کولای شي د افغانستان او نړیوالي ټولني ترمنځ اوږد مهاله همکاري تضمین کړي.

بل پلوه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي د سولې خبرو ته د طالبانو نه حاضرېدل تاکتیکي شاته تګ دی نه سیاسي.

فلیپ هامونډ لسم ځل کابل ته تللی، نهه ځله د دفاع د وزیر خو دا ځل د بهرنیو چارو د وزیر په توګه.

ښاغلي هامونډ افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني، اجراییه رییس عبدالله عبدالله، د سولې عالي شورا له مشر پیر سید احمد ګیلاني او د بهرنیو چارو وزرات له مرستیال حکمت کرزي سره لیدلي دي.

د افغانستان د امنیتي او اقتصادي وضعیت ترڅنګ پر ټاکنیزو اصلاحاتو، راتلونکو ټاکنو او له وسلوالو ډلو سره د سولې پر بهیر خبرې کړې دي.

ښاغلي هامونډ د اوږد مهال لپاره له افغانستان سره د خپل هېواد د ملګرتیا او همکاریو ډاډ ورکړ او ویې ویل چې لا هم اوږده لار په مخ کې ده.

هغه زیاته کړه، چي بریتانیا او نړیواله ټولنه غواړي، چي له افغانستان سره همکار پاتې شي او دلته تر لاسه شوي پرمختګونه وساتل شي.

هغه یادونه وکړه، چي د ټاکنو د نظام اصلاح او پر وخت د راتلونکو ټاکنو ترسره کېدلو کې به له نړیوالو سره مرسته وکړي، چي له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

ښاغلي هامونډ دا هم وویل چي له فساد سره مبارزه او په اقتصادي برخو کي د اصلاحاتو راتګ هم اړین موضوعات دي، او کولای شي چې د افغانستان او نړیوالي ټولني ترمنځ اوږد مهاله همکاري تضمین کړي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر د سولې له عالي شورا سره د ۱،۴ میلیونه ډالرو او د ښځو ملاتړو چارو په برخه کې د ۱،۲ میلیونه ډالرو د مرستې اعلان هم وکړ.

بل پلو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال حکمت کرزي وویل چې که څه هم طالبان لا نه دي تیار شوي چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي خو ویې ویل چې دوی به خپلو پروګرامونو ته دوام ورکړي او د سولې مخامخ خبرو ته د طالبانو نه حاضرېدل یې یو تاکتیکي شا ته تګ وباله.

ښاغلی حکمت کرزی وايي تمه یې وه چې د حقاني، ملا منصور، ملا رسول او قطر دفتر له دوی سره مخامخ خبرې وکړي. خو زیاتوي چې افغان حکومت د سولې خبرو لپاره خپله ډله ټاکلې ده او خبرو ته تیاره ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *