د هيواد بهرنيو چارو وزارت د فلسطينيانو پروړاندې په اشغال شويو سميو کي د اسراييلو کړنو په اړه وويل چي افغانستان د فلسطين خلکو د حقونو لاسته راوړولو څخه ملاتړ کوي

د اندونیزیا په پلازمینه جاکاراتا کې داسلامي همکاریو د سازماان په پنځمه ناسته کې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني له فلسطینیانو څخه د افغانانو پر ملاتړ ټینګار وکړ. ښاغلي رباني د فلسطین په نیول شویو سیمو کې د اسرایلو له لوري د ښارګوټوو رغsalah.rabaniاونې ته په نغوتې سره وویل: د فلسطین په نیول شوې خاوره کې د اسرایلو له لوري د خلکو د کورنو نړول او د یهودي ښارګوتو رغاونه د پخلاینې په لاره کې خنډونه رامنځ ته کوي او موخه یې د قدس شریف یهودي جوړول ده او دې مسلې په منځني ختیځ کې د سوله ایزه لاره ډب کړې ده.

د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې: د تیرې پیړۍ لویه بې عدالتي خپل حقونو ته د فلسطینیانو نه لاس رسۍ ده دوی ویلي: فلسطینیان له شپږو لسیزو راهیسې د نیواک ګرۍ تر سیوري لاندې ژوند کړی او پر دوی تیری شوی او دوی له خپلې پیژندګولی څخه محرومه پاتې شوي دي.

د بهرنیو چارو وزیر په وینا: نړیوالې ټولنې هم په دې برخه کې کوم ګټور ګام ندی پورته کړی.

صلاح الدین رباني ویلي افغانستان په فلسطین کې د روان حالت پر دوام سخت خواشنۍ دی.

ده زیاته کړې: په فسلطین کې د روانو او غیر قانونې حالاتو په دوام سره فلسطینیان ناهیلې شوې او د اسرایلو له لوري نیواک ګری ته زور ورکړل شوي چې دا په ښکاره له نړیوالو او د بشر له حقونو سرغړونه ده او د فلسطینیانو درد او غم یې ډير کړی دی.

د بهرنیو چارو وزیر په وینا د نولس سوه اوه شپتم کال د پولو له مخې د یوه بل ترڅنګ د دوه فلسطینیي او اسرایلي هیوادونو رامنځ ته کولو د ټولو ستونزو د هواری یواځینۍ لاره ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *