جاکارتا د اندونيزيا په پلازمينه کي د اسلامي همکاريو په پنځمه ناسته کي د فلسطين په ملاتړ د پنڅو گامونو په پورته کولو هوکړه شوې ده

په فلسطین کی د ستونزی او قدس د ستونزو هواری په برخه کې د اسلامی همکاریو سازمان په دوه ورځینۍ ناسته کې چې د عادلانه او تل پاتې حل لارې په نامه تر سره شوې وه په ترځ کې یې د فلسطینیانو او فلسطین په ملاتړ د پنڅو ګامونو پر پورته کولو هوکړه وشوهimages.

د اندونیزیا آنتارا په نامه د خبري آژآنس در یپوټ له مخې ددې هیواد ولسمشر تیره ورځ ناوخته ددې غونډې په وروستۍ وینا کې وویل په دې ناسته کې د فلسطین په ملاتړ د پنځو ګامونو پورته کولو پریکړه شوې چې لومړی یې په سیمه کې د پخلاینې خبرو پیا پیلیدل دی.

له دی سره دوی د پخلاینې په ډله کې چې اوس مهال یې غړي امریکا روسیه اروپا او ملګری ملتونه دي د غړیو د ډیرښت وړاندیز وکړ.

جوکو ویدو   دوهم ګام پر اسرایلو د اقتصادي بندیزونو په ګډون له بیلا بیلو لارو د فشار په توګه د کار اخستنې غوښتنه وکړه ترهغې چې د اسرایلو رژیم د فلسطین په نیول شوې خاوره کې د ښارګوتو له رغاونې لاس واخلي.

دریم ګام د فلسطین په مسله کې د ملګرو ملتونو پر امنیت شورا د فشار راوستل دی ترڅو د قدس نیواک ګری پای ته رسیدو لپاره یوه نیټه وټاکي دوی ځلورم ګام الاقصی جومات ته د فلسطینیانو د هر ډول لاس رسي په هکله ښودلی دی همدارنګه دوی ویلي چې پنځم ګام هر ډول بشري مرستو ته د فلسطینیانو د لاس رسي ښودلی دی

د اسلامي همکاریو سازمان پنځمه ناسته د فلسطینی دولت مشر محمود عباس او په دې سیمه کې د رسیدو په موخه تر سره شوې ده

په دې ناسته کې دډې سازمان نهه څلویښتو غړیو، د اوه پنځوسو بنسټونو استازو په ګډون شپږ سوه پنځه تنه مشرانو ګډون کړی وو او ډيری هیوادونو خپل بهرنيو چارو وزیران او نور چارواکي دې غونډې ته وراستولي ؤ.

 

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *