د بانکولی او اسلامي اقتصاد لومړنۍ نړيواله ناسته د اسلامي اقتصادي کارپوهانو او نړيوالو بنسټونو د استازو په گډون په مکه مکرمه کي تر سره شوه

ددې ناستې یوه موضوع داده چې د نړیوالو اقتصادي ستونزو په مخنیوي کې څه ډول کولای شو له اسلامي اقتصاد څخه ګټه پورته کړو؟

ددې موضوع د څیړنې په موخه اسلامي اقتصاد پوهان او د نورو نړیوالو اقتصادي بنسټونو استازي په دې ناسته کې ګډون ته را بلل شوي دي.

داکتر ناظم زمان – ” ددې ناستې او په دې ناسته کې د میلمنو د را بللو اصلي موخه داده چې د اقتصادي نړیوال نظریات نشست-اوپکسره شریک کړو.”

د ډاکټر ناظم زمان په وینا: د القرا پوهنتون استادانو په اسلامي او نړیوال اقتصادي ستونزو په مخنوي کې ښه عمل کړی دی.

داکتر ناظم زمان – “…. مونږ اسلامي اقتصاد لرو. له نړیوال بانک سره اقتصادي اړیکې لرو او همدارنګه اقتصادي متخصیصین لرو. هدف دا دی چې دا تول سره را ټول کړو او د راتلونکې اقتصادي ستونزې مخنیوی وکړو ، ځکه چې مونږ په دي آند یو چې په دې برخه کې اسلامي اقتصاد ښه رول لوبولی شي، اوس د نظرونو د شریکولو وخت دی. زمونږ به آند اسلامي اقتصاد تر ټولو ښه عمل کړی دی”

بانکولی او اسلامي اقتصادي ناسته به تر دوه ورځو په مکه مکرمه کې په لاره اچول شوې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *