د بلخ چارواکي وايي چې د دې ولايت په دوو ولسواليو کې د پيل شويو عملياتو په پايله کې پنځه وسله وال مخالفين وژل jjشوي او څلور امنيتي سرتېري ژوبل شوي دي.

د بلخ د والي وياند منير فرهاد وويل چې تېره ورځ په زارع او کشنده ولسواليو کې د بلخ د والي تر مشرۍ لاندې د ګډو ځواکونو له لوري د خورشيد٢١ په نامه د نوروز جشن د امنيت د ټينګښت په موخه عمليات پيل شوي دي.

ده زياته کړه، د دې عملياتو په ترڅ کې نن پنځه وسله وال مخالفين وژل شوي او ٧ تنه نور ژوندي نيول شوي دي.

د هغه په وينا، دغه راز په دې عملياتو کې څلور امنيتي سرتېري هم ټپيان شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *