بلخ کې پنځه وسله وال وژل شوي دي
د بلخ چارواکي وايي چې د دې ولايت په دوو ولسواليو کې د پيل شويو عملياتو په پايله کې پنځه وسله وال مخالفين وژل شوي او څلور امنيتي سرتېري ژوبل شوي دي.
د بلخ د والي وياند منير فرهاد وويل چې تېره ورځ په زارع او کشنده ولسواليو کې د بلخ د والي تر مشرۍ لاندې د ګډو ځواکونو له لوري د خورشيد٢١ په نامه د نوروز جشن د امنيت د ټينګښت په موخه عمليات پيل شوي دي.
ده زياته کړه، د دې عملياتو په ترڅ کې نن پنځه وسله وال مخالفين وژل شوي او ٧ تنه نور ژوندي نيول شوي دي.
د هغه په وينا، دغه راز په دې عملياتو کې څلور امنيتي سرتېري هم ټپيان شوي دي.