د چاپان د «Sapporo» په ښار کی د سکی د لوبو د پرانستلو پر مهال چاودنه وشوه. د لومړنیو خبرونو له مخی ویل کیږی، چی د چاودنی له کبله چا ته کوم زیان اوښتی نه دی.

د «تاس» خبری آژانس خبر ورکوی، چی پیښه وروسته له هغی چی، د شهزاده توماحیتو، چی په ۲۰۱۲ ز- ل کال مړ شوی، د مشری لور د لوبی وروسته رامنځ ته 437931شوه.

ځایی امنیتی چارواکو د چاودنی وروسته سم د لاسه یو تن چی وسپنیز پایپ یی په لاس کی وو، نیولی دی.

د لومړنیو معلوماتو له مخی ویل کیږی، چی د چاودنی وروسته هیڅ چا ته هم کوم زیان اوښتی نه دی او د پیښی په هکله پلټنی پیل شوی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *