د ملي امنيت منسوبينو تېره ورځ په ننګرهار ولايت كې له چاودېدونکو توکو ډکه ريکشه نيولې ده.

د ننګرهار ولايت مقام له مطبوعاتي دفndsتر د رالېږل شوې خبرپاڼې له مخې، د ملي امنيت موظفينو د بهسودو ولسوالۍ په ثمرخېلو سيمه کې هغه دوه کسان ونيول، چې په يوه ريکشه کې ځاى پر ځاى شوي چاودېدونکي توکي يې د تخريبي کړنو په هدف جلال اباد ښار ته انتقالول .

سرچينه وايي، نيول شوي دواړه كسان پلار او زوى دي، چې اوسمهال د بهسودو ولسوالۍ په ثمرخېلو سيمه کې استوګن دي.

سرچينه زياتوي، چې دواړو نيول شويو كسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړى او د نورو پلټنو لپاره عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

د حکومت کومې مخالفې ډلې تراوسه د دغو نيول شويو كسانو په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *