د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ويلي، امریکا او نړیواله ټولنه به په روانه جګړه کې د افغان حکومت ترڅنګ ولاړه وي. خبرپاڼه زیاتوي چې طالبان پرته له دې چې په ښه نیت سره د سولې خبرو ته غاړه کېږدي، بله هېڅ لار نه لري.

امریکا له افغان طالبانو غوښتنه کړې چې له جګړې لاس واخلي او له افغان دولت سره د سولې مخامخ خبرو ته کیني.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو پرون له افغان دولت سره د سولې مخامخ خبرې رد کړې او ویې ویل تر هغه به له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته حاضر نه شي چې نړیوال ځواکونه پر دوی بریدونه ونه دروي او له افغانستانه ونه وځيis.

طالبان وايي که شرطونه یې ونه منل شي نو د سولې خبرې به هېڅ کومې نتېجې ته و نه رسېږي.

اوس داسې ښکاري چې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې د پیلېدو دمخه په ناندرۍ بدلې شوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ويلي، امریکا او نړیواله ټولنه به په روانه جګړه کې د افغان حکومت ترڅنګ ولاړه وي.

په داسې حال کې چې حکومتي سرچینې خبرو ته د چمتووالي خبره کوي، وسله والو طالبانو تېره د یوې اعلامیې په خبرولو سره په زغرده وویل چې په هېڅ ډول خبرو کې به ګډون نه کوي.

خو اوس د امریکا متحد ایالاتو د افغان حکومت ملاتړ ته رادانګلي، او پر وسله والو طالبانو یې غږ کړی چې باید له دې فرصته ګټه پورته کړي او خامخا د خبرو مېز ته راشي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ويلي، امریکا او نړیواله ټولنه به په روانه جګړه کې د افغان حکومت ترڅنګ ولاړه وي.

خبرپاڼه زیاتوي چې طالبان پرته له دې چې په ښه نیت سره د سولې خبرو ته غاړه کېږدي، بله هېڅ لار نه لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، په افغانستان کې د جګړې دوام او د عامو افغانانو وژنه د هېچا په ګټه نه ده.

د خبرپاڼې لهجه تنده ښکاري، او طالبانو ته ګواښ کوي چې که د جګړې لار یې خپله کړه نو د افغان ځواکونو او د هغوی د نړیوالو ملاتړو له سخت غبرګون سره به مخامخ کېږي.

تر دې دمه افغان او پاکستاني چارواکو بیا بیا ویلي وو چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې به په نږدې ورځو کې په پاکستان کې پيل شي.

خو د طالبانو د پرونۍ اعلامیې نه داسې ښکاري چې دا ډله له افغان حکومت سره خبرو ته هېڅ لېواله نه ده.

طالبانو تر هر ډول خبرو دمخه د خپلو مهمو شرطونو د پوره کېدو غوښتنه کړې، چې په سر کې یې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل یاد شوي.

په ورته وخت کې ځینې پاکستاني رسنۍ د دې هېواد د جګپوړو امنیتي چارواکو له قوله وایي، د سولې په خبرو کې ښکېلې غاړې باید د طالبانو د وروستۍ اعلامیې له کبله ډېرې ناهیلې نه شي.

د همدې امنیتي چارواکي په وینا، طالبان غواړي د خبرو پر مېز خپل دریځ لا پياوړی کړي، او د دې ډلې وروستۍ اعلامیه پر مخالفو غاړو د فشار اچولو یو تکتیک دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *