د ترکیی پولیسو د هغو لاریون کوونکو پر ضد د پلاستیکو مرمیو ډزی کړی، چی د ترکیی په پلازمینه انقره کی د «زمان» په نوم د اپوزیسیونی رسنی د دفتر سره راغونډ شوی وو. ځایی رسنی خبر ورکوی، چی په225960 پیښه کی ځینو خلکو ته زیانونه هم اوښتی دی.

د «ریا نووستی» خبری آژانس خبر ورکوی؛ چی د ترکیی پولیسو په همدی ډول د لاریون کوونکو د شړلو په موخه د اوښکی بهوونکی غاز څخه، چی له کبله یی د RT د کانال خبریاله پوله سلییر هم زیانمنه شوی وه، کار اخیستی دی.

د ترکیی د «زمان» د رسنی خبریال د امر سنجان د خبر له مخی ویل کیږی؛ چی پولیس غواړی د ترکیی په پلازمینه انقره کی د دغی رسنی چی یوه اپوزیسیونی رسنی ده، دفتر وتړی.

اوسمهال د بریښنا په کرښه د «زمان» رسنی ته د لاس رسی کچه ټیټه شوی او نوی معلومات په کی خپاره شوی نه دی.

پولیس د «زمان» د رسنی کارکوونکی خپلو دفترونو ته نه پری.دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *