د دی لامل به په جبری توګه د خوراک په رژيم کی بدلون وی. په دی هکله خبرداری د هواپیژندنی د اداری لخوا ورکړ شوی دی.

د پیطر سرابورد په مشری د اکسفورد د پوهانو یوی ډلی یو لړ څیړنی تر سره کړی، چی له مخی یی ویل کیږی؛ د روانی پیړی په نیمایی کی به په اقلیم کی د بدلونو له کبله ۵۰۰ زره تنه خلک د وخت څخه مخکی مړه شی. د تودوخی د درجی د بدلیدو سره به خلک دی ته اړ شی، چی د روغتیا لپاره ګټور لږ خوراک ته لاس رسی ولری او له دی سره به د خلکو روغتیایی حالات ښه نه وی. په همدی ډول بل لامل به د ساری رنځونو خپریدل وی91CEC6BD-589D-4BEA-9855-04B1BF400577_cx0_cy9_cw0_mw1024_s_n_r1.

د پوهانو د خبر له مخی دا هم ویل کیږی؛ چی په تودوخی کی بدلون د ډیرو سیلابونو او په همدی ډول د وچکالیو لامل هم ګرځی چی په پایله کی د خوراکه توکو او میوو کچه ټیټوی، چی دا به بیا د ډیرو خلکو د خوراک په رژیم کی د بدلون لامل وکرځی. دا په لسګونو زرو خلکو ته زیان اړوی خو د ډیرو لږ بدلونونو سره کیدای شی په سلګونو زره خلک له منځه ولاړ شی. په دی هکله خبر د ګارډین ورځپانی ورکړی دی.

په اقلیم کی د تودوخی دغه بدلونونه ښایی د خوراکه توکو د کمښت لامل هم شی. د بیلګی په توګه، که اوسمهال د چین په جنوب کی د سلو کلونو کی یو کال وریجی نه رسیږی نو ښوونی ده، چی بیا به په هرو څلورو کلونو کی یو ځل نه رسیږی.

پوهانو په دی هکله خپله لیکنه د The Lancet په اونیزه کی خپره کړی ده.

ځینو کارپوهانو بیا په دی هکله ویلی؛ چی دغه بدلونونه بشریت ته تر ټولو ستر ګواښ دی. په دی هکله خبرو وروسته له هغی ډیری تودی شوی، چی د دغو بدلونونو د څارنی په ټول بهیر کی ۲۰۱۵ ز- ل کال تر تولو تود کال او د ۲۰۱۶ ز- ل کال د جنوری میاشت تر ټولو توده میاشت ثبت شوی ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *