ناټو د مسکو په پرتله سوريي ته ډيري الوتکې ليږلي دي. خو د روسيي عملياتو، له نيکه مرغه د پيلوټانود ښه مهارتونو او غښتلي پوځي تخنيک له کبله خورا ډيره ښه نتيجه ور کړي ده. د امطلب الماني مجلې فوکس د سازمان د پټ تحليلي راپور پر بنسټ ور کړي دي.

په سند کې ويل شوي چې د روسيي ۴۰ ښکارې الوتکې په لا‌ذقيه کې ځای پر ځای دي، په يوه شپه او ورځ کې تر ۷۵487793 پورې پروازونه تر سره کوي. هر وار د « داعش » پر مورچلو «دقيق اواغيزمن ګوزارونه» تر سره کوي. ناټو ټولټال ۱۸۰ پوځي الوتکې لري چې هره ورځ ۲۰ هدفونه له منځه وړي.

روسيه په سوريه کې پر مختللی تخنيک کاروي. د بيلګې په توګه مسکو لاذقيه ته څلورالوتکې su-35چې د کارپوهانو په وينا د لويديځ د ډيرو توليد شويو الوتکوڅخه غوره والی لري وليږلي. برسېره پردې مسکو پخپلو محاسبوکې د سوريي د هوايي کشف،او د روسيي د ځانګړو ځواکونو د اطلاعاتو څخه چې په منظمه توګه د مهموستراتيژیکې هدفونوپه اړه معلومات وړاندې کوي استفاده کوي.

د ناټوشنونکې وايي چې د روسيي عملياتو د« داعش » ترهګر د نيول شوو سيمو څخه تښتي ته اړ کړي دي او دهغوي د «زور ښودلو» تاوتريخوالی يي بند کړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *