په سوريه کي له لږ او څه اوربند سره ارو کسانو ته د مرستي رسولو لړۍ دوام لري له بل لوري سوريي جگړه ځپلي وايي دا مرستي بسنه نکوي

140115121530_damaskus_512x288_reuters_nocreditد سوريي پلازميني کفر بطنا سيمه کي له زيانمنو سره د ملگرو ملتونو مرستي!

په سوریه کې د دولتي سرتیرو او ددوی وسله والو مخالفینو ترمنځ د دوه اونیو اوربند اړو کسانو ته د مرستې رسولو لاره هواره کړې ده خو دا مرستې په دې کچه ندي چې د زیانمنو سوریانو لپاره بسنه وکړي.

” مونږ د مرستو دوه زره کڅوړې تر لاسه کړې چې دا د سیمه ایزو اسیدونکو ستونزې نشي هوارولی په دې سیمه کې دوه زره کورنۍ ژوند کوي له دې سربیره یو زر درې سوه تر یو زر شپږ سوه نورې کورنۍ هم دلته راغلې دي.”

په دې مرستو کې وریجې اوړه او غوړي او ځینې نور خوراکي توتکي شتون لري

د ملګر ملتونو په وینا کلابندو پنځه لسو سیمو پنځه سوه زره کورنۍ بیړنیو مرستو ته اړتیا لري له دې سره د هغه سیمو څلور اعشاریه شپږ میلیونه وګړي چې لارې یې ستونزمنې دي مرستو ته سترګې په لاره دي ویل شوي چې په ځینو سیمو کې یو شمیر کسان له لوږې مړه شوي او ډيری د خوار ځواکۍ څخه څوریږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *